اجرائيه رئیس د برک مؤسسې له مشر سره ولیدل

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئيس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله نن د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د برک له اجرایوي رئيس ښاغلي محمد موسی سره ولیدل.

په دې ناسته کې لومړی د برک مؤسسې اجرایوي رئيیس په افغانستان او سیمه کې د یادې موسسې د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه اجرائيه رئیس ته معلومات ورکړل او ویې ویل، دوی چمتو دي چې په افغانستان په روغتیا، پوهنې، ظرفیت لوړونې او نورو برخو کې خپل فعالیتونه ډېر کړي.

د هېواد اجرائيه رئيس کابل ته د ښاغلي محمد موسی د راتګ د هرکلي ترڅنګ په افغانستان کې د برک موسسې چارې وستایلې او د هغوی د فعالیتونو د لا پراختیا غوښتنه یې وکړه. اجرائيه رئيس برک موسسې ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.