د هېواد اجرائيه رئیس د پاکستان له سفیر سره ولیدل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله نن د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د پاکستان له سفیر ښاغلي ذاهد نصر الله خان سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو، په افغانستان کې د پاکستاني بانکونو د فعالیت او د رامنځته شویو ستونزو په حل، د سولې په پروسې او د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا خبرې وشوې.