د کلیوالي مېرمنو د لبني محصولاتو د تلپاتې کېدو هڅې د ښځو د پیاوړتیا اجرایوي کمېټې ناسته وکړه

د افغانستان د ښځو د پياوړتیا اجرایوي کمېټې نن له غرمۍ وروسته خپله ناسته په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د ښځو چارو وزیرې دلبر نظری تېري ناستې او د ښځو لپاره د ملي کاري پلان د پلي کولو د کمېټې د پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د ځینو ولایتو په اداري جوړښتونو کې د ښځو ونډه شته خو په ځینو ولایاتو کې په دولتي دوایرو کې د ښځو ونډه په نشت حساب ده.

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ښځو چارو وزارت ته هدایت ورکړ چې، په دې برخه کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سره ګډه ناسته وکړي او د ستونزو د حل لپاره اقدامات مشخص کړي.

ورپسې د اقتصاد وزارت لخوا د ښځو د توانمندۍ په برخه کې د تلپاتې پراختیا موخو او د افغانستان د ملي لومړيتوبونو د پروګرام همخوانسازۍ په اړه رپوټ وړاندې کړ. په دې رپوټ کې ویل شوي وو چې د ځینو ستونزو له امله دواړه ملي پروګرامونه د ښځو د پياړتیا په برخه کې تفاوت لري او اړتیا ده چې د یوه مشخص مکانیزم له لارې په دواړو ملي پروګرامونو کې د ښځو پیاوړتیا په پام کې ونیول شي.

د فقر ختمول، جنستي برابري،د لوږي ختمول او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمښت هغه ټارګيټونه وو، چې په دواړو ملي پروګرامونو کې باید په نظر کې ونیول شي.

د هېواد اجرائیه رئیس وویل، چې د تلپاتې پراختیا موخو او د افغانستان د لومړیتوب لرونکي برنامه باید همخوان او هماهنګ وي او د ښځو د پياوړتیا لپاره مشخص وړاندیزونه په کې وي.

اجرائیه رئیس همدا راز وویل، ټولې موجوده ستونزې د ادارو ترمنځ د معلومات نه شریکولو له وجې را منځته کېږي.

د اجنډا بله برخه د کلیوالي مېرمنو د لبني محصولاتو د تلپاتې کېدو پروژې طرحې ته ځانګړې شوې وه. کرنې، مالدالۍ او د کلیوا و پراختیا وزارت له لوري دغه طرحه د کلیوالي مېرمنو د پیاوړتیا او د هغوی د لبني محصولاتو د دوامداره کېدو لپاره جوړه شوې ده، چې د ښځو چارو وزارت په ګډون یې د یوشمېر نورو ادارو له لوري څارنه کېږي.

د یادې پروژې اساسي موخې د ښځو د اقتصادي وضعیت پیاوړتیا، بازار ته لاسرسی او مالي پياوړتیا ده، چې د لس زره کورنیو او 65زره نفرو غذايي مصوونیت هم تامینوي.

په رپوټ کې وویل شوي و، چې هره میاشت 120000 لېټره خالص شیدي تولیديږي، چې یوازې ګذرګاه د لبناتو کارخانه د ورځې 5000 لېټره شیدي را ټولېږي.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل،چې د کرنۍ او مالدارۍ وزارت دې د دې پروژې کار پر مخ یوسی او د ښځو چارو وزارت دې ترې نظارت وکړي.

د هېواد اجرائیه رئیس مالیه وزارت ته هدایت ورکړ،چې په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي او همدارنګه زیاته یې کړه، چې ټولې ادارې باید د ښځو پر وړاندې د ستونزو حل کول او د تاوتریخوالي پای ته رسول له خپلو ادارو پيل کړي او له هغې وروسته په ښې همغږۍ سره اقدامات وکړي.

په پای کې د ښځو د پیاوړتیا همغږۍ څانګه د یو واحد ډیټابیس په جوړولو رپوت وړاندې کړ، چې د دې ډيټابیس په واسطه د ښځو چارو وزرات کولی شي ،چې د ښځو ټول ارقام په دې ډيټابیس کې ثبت کړي. د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی او دولتي ادارې ټولې ښځې به په دې ډيټابیس کې ثبتېږي، چې له مخې به یې له یو منظم ډيټابیس سره به خپل کارونه پر مخ وړي .