د هېواد اجرائيه رئيس د ملي شورا له یوشمېر نویو بریالیو وکیلانو سره ولیدل

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په سپېدار ماڼۍ کې د ولسي جرګې له یوشمېر نویو فارغو شویو وکیلانو او د کابل ولایت له یوشمېر نوماندو سره ولیدل.

په دې ناسته کې د ولسي جرګې نویو بریالیو غړو غوښتنه وکړه، چې له غزني پرته دې د ټولو ولایاتو او کوچیانو حوزې وروستۍ پایلې اعلان او همدارنګه دې پارلمان پرانستل شي.

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ډاډ ورکړ، چې هر څه ژر به په دې اړه له ولسمشر سره وګوري او دې ستونزې ته به د یوې بېړنۍ مسالې په توګه حل لار پيدا کړي.

اجرائيه رئيس وویل، چې په اوسنيو حساسو شرایطو کې د پارلمان پرانستل د ولس او حکومت په ګټه ده او ډاډ یې ورکړ، چې په دې اړه له ولسمشر سره تر لیدنو وروسته عملي اقدامات وشي.