اجرائيه رئيس د پشه یي قوم له مشرانو سره ولیدل

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله د پشه يي قوم له یوشمېر مشرانو سره ولیدل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.

په دې ناسته کې د پشه قوم مشرانو په داسې حال کې چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی حاجي حضرت علي هم شامل و، خپلې ستونزې بیان کړې او ویې ویل، چې دا مهال له سختو امنیتي ستونزو سره مخ دي. هغوی وویل، چې داعش اوس دره نور ولسوالۍ ته هم ور غځېدلی او اړتیا ده چې د دره نور او د کونړ ولسونه یې له شر څخه خلاص شي.

هغوی دغه راز تحصیلي بورسونو کې د پشه یي ځوانانو د استولو، په دولتي جوړښتونو د کې د هغوی د استخدام او نورو غوښتنې هم وکړې.

د هېواد اجرائيه رئيس ډاډ ورکړ، چې د دوی په غوښتنو به غور وکړي او اړونده ادارو ته یې د حل سپارښتنه وکړه. اجرائيه رئيس وویل، چې د کونړ او دره نور ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د بهبود لپاره به اقدامات وشي.