د هېواد اجرائیه رئیس د ۱۵مې ناحیه له مشرانو سره ولېدل

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن ( سه شنبه، د غويي۳مه) د کابل ښار ۱۵مې ناحیې د ګذر له وکیلانو او د کابل د میدان ډګر شمال لویدیځې سیمې له یوشمېر مشرانو سره ولیدل.

په دې ناسته کې د کابل هوايي ډګر شمال لویديځې سیمې مشرانو د خلکو ستونزې له اجرائیه رئیس سره شریکې کړې او ویې ویل،چې د بیارغوني، اوبو رسولو او د زم زم ښار ګوټۍ په برخه کې دې شته ستونزې حل شي.

هغوی د هېواد له اجرائیه رئیس څخه تل د سیمې د ستونزو د حل په برخه کې مننه او ستاینه وکړه .

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د دوی له ستونزو اوریدو وروسته ډاډ ورکړ، چې د ستونزو په حل کې به اساسي اقدامات وکړي.

-------------------------