اجرائیه رئیس: په کونړ ولایت کې له بې ځایه شویو کورنیو سره مرستي وشي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو اجرایوي کمېټې خپله ناسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د تېري جلسې په اړه معلومات وړاندې کړل او ويي ویل، چې په کونړ ولایت کې د جنګونو له امله 3500 کورنۍ له خپلو اصلې مېنو بې ځایه شوي دي .

ښاغلی بلخي زیاته کړه،چې یادو کورنیو ته د موقت کمپ د جوړېدو اړتیا ده ترڅو بېرته خپلو اصلې مېنو ته وګرځې او غوښتنه یې وکړه،چې د ښار جوړونې وزارت دې په دې برخه کې لازمه مرسته وکړي .

د کډوالو چارو وزیر زیاته کړه، چې په ډېرو ولایاتو کې بې ځایه شویو کورنیو ته رسېدګۍ او ورسره لازم بېړنې مرستې شوي دي .

همدارنګه ښاغلی بلخي وویل،چې د بې ځایه شوي کورنیو لپاره د کمپونو د جوړولو او نورو بېړنیو مرستو په برخه کې دې نړیواله ټولنه او مالیه وزارت منظم بودیجه په نظر کې ونیسي تر څو د یاد وزارت کارونو کې خڼډ او ځڼډ واقع نشی .

غونډې ته د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزیر وویل، چې د 2002 کال څخه تر اوسه 9809182 تنه کډوال له بهرنیو هېوادونو څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي .

همدار راز ښاغلی بلخی زیاته کړه چې په کور دننه د ننګرهار،فاریاب،هلمند، فراه، تخار، کندز او بلخ ولایاتو څخه په 2019 کال کې 28567 تنه له خپلو اصلی مېنو بې ځایه شوي، چې په دومره موده کې 613 کورنۍ بېرته خپلو ځایو ته ور ګرځېدلي دي .

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزیر وویل،چې په 2019 کال کې 257313 تنه بې ځایه شوي دي چې 8260 تنه یې بېرته خپل اصلی مېنو ته ور ګرځېدلي دي .

د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ټولو اړونده ادارو ته هدایت ورکړ، چې له ټولو بېځایه شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

اجرائیه رئیس له ټولو نړیوالو همکارو ادارو غوښتنه وکړه، چې د بې ځایه شوي کورنیو سره مرسته او لازمه سهولتونه دې ورته برابر کړي .

په پای کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ټینګار وکړ، چې ټولې ادارې باید په ګډه کار وکړي او د راستنېدونکیو کورنیو لپاره د سهولتونو په رامنځته کې برخه واخلي .