د هېواد اجرائيه رئيس د امریکا سفارت له سرپرستې سره ولیدل

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې په کابل کې د امریکا متحدو ایالاتو د سفارت له سرپرستې سره ولیدل.

په دې ناسته کې لومړی د امریکا سفارت سرپرستې پر مخابراتو وزارت شوی برید وغانده او د خپل تسلیت مراتب یې وړاندې کړل.

په دې لیدنه کې د سولې پروسې، راتلونکیو ټاکنو او په روانو سیاسي تحولاتو خبرې اترې وشوې.