اجرائيه رئیس د سروبي ولسوالۍ له یوشمېر قومي مشرانو سره ولیدل

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ له یوشمېر قومي مشرانو او ځوانانو سره ولیدل.

په دې ناسته کې د سروبی ولسوالۍ قومي مشرانو او ځوانانو خپلې ستونزې له اجرائيه رئيس سره شریکې کړې او ويي ویل، چې سږ کال د سېلابونو له امله په سروبی ولسوالۍ کې ډېرو خلکو خپل کورونه له لاسه ورکړي او بې ځایه شوی دي.

هغوی د سولې له پروسې ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل، چې په دې پروسه کې د ولسونو غږ په نظر کې ونیول شي.

د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدلله عبدالله د کابل ولایت د سروبی ولسوالۍ له مشرانو او ځوانانو مننه وکړه او ويې ویل، چې سېلاب ځپلو او بې ځایه شویو سره به مرستې وشي. هغه دغه راز زیاته کړه، چې د سولې په برخه کې به د ټولو هېوادوالو حقونه خوندي وي.