اجرائيه رئيس د کوچیانو له یوشمېر مشرانو سره ولیدل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د کوچیانو له یوشمېر مشرانو سره ولیدل.

په دې ناسته کې د کوچیانو قومي مشرانو خپلې ستونزې له اجرائيه رئيس سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د کوچیانو له قومي مشرانو څخه مننه وکړه، چې په ټاکنو کې یې په پراخ ډول ګډون وکړ .

په پای کې اجرائیه رئیس د کوچیانو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې اړونده ادارو ته هدایت ورکوی تر څو د کوچیانو ستونزو ته رسیدګي وکړي.