د ترکیې ولسمشر د هېواد له اجرائیه رئیس سره په لېدنه کې: د تلپاتې، عادلانه او په افغانستان کې د تطبیق وړ سولې غوښتونکي یو

د افغانستان اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د جمعې ورځ له غرمې وروسته (د غویي ۱۳مه، ۱۳۹۸ ) د ترکیې له ولسمشر جلالتمآب رجب طیب اردوغان سره په استانبول ښار کې ولېدل .

په دې لېدنه کې د ترکيې ولسمشر جلالتماب رجب طیب اردوغان د اجرائیه رئیس له راتګ هرکلی وکړ او دا چې د هغه بلنه یې ومنله او ترکیې ته یې سفر وکړ، له اجرائيه رئيس یې مننه وکړه.

د ترکیې ولسشمر په خپلو خبرو کې وویل: افغانستان او ترکیه تاریخي اړیکې لري او په افغانستان کې سوله او ثبات د ترکيې لپاره خورا ارزښت لري.

د ترکيې ولسمشر همداراز زياته کړه، چې هېواد یې  د نوي پارلمان د پيل هرکلى کوي او دا يې په افغانستان کې د دېموکراسۍ د پياوړتيا په لور ګام  وباله.

د تركيې ولسمشر زیاته کړه: "تركيه به تل د افغانستان د خلكو او حكومت ترڅنګ ولاړه وي او موږ به تاسو سره خپلو مرستو او همكاریو ته دوام وركوو."

په افغانستان کې د سولې هڅو په اړه په خپله وینا کې، د ترکیې ولسمشر وویل: هیواد یې په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره هلې ځلې کوي او په افغانستان کې د تلپاتې، عادلانه او پلي کېدونکي سولې غوښتنه کوي او په دې برخه کې د ټولو اړخونو مسؤلانه تصمیمونو باندې ټینګار وکړ .

 د ترکيې ولسمشر په افغانستان کې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په اړه وويل، چې هېواد یې په افغانستان کې د ازادو او باوري ټاکنو ملاتړ کوي او هغه په افغانستان او سيمه کې د سولې او ثبات په لور ګام ګڼي.

د ترکیې ولسمشر له افغان حکومت څخه مننه وکړه، چې د افغان ترک ښوونځیو مدیریت یې د ترکیې پوهنې بنسټ ته سپارلی دی.

د تركيې ولسمشر د دواړو هيوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په اړه وويل: د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې او سوداګریزې اړیکې د هغوی نفوس ته په کتو د منلو وړ نه ده او غوښتنه یې وکړه، چې د متوازنې سوداګرۍ او اقتصادي راکړو ورکړو لپاره باید کار وشي.

د تركېې ولسمشر زياته كړه: تركي شرکتونو په افغانستان كې پانګونه کړې ده او دا پروسه لا دوام لري. موږ هیله لرو چې افغان حکومت به د دې شرکتونو لپاره اړینې اسانتیاوې برابروې کړي او موږ د افغانستان له اړتیاوو سره سم پانګونې، صادراتو او وارداتو ته چمتو یو.

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې د ترکيې له ولسمشر رجب طیب اردوغان څخه مننه وکړه، چې هغه ته یې د ترکیې بلنه ورکړه او د چلیجای جومات پرانسته یې د ولسمشر اردوغان د لاسته راوړنې په توګه یاده او هغه ته یې مبارکې ورکړه.

اجرائیه رئیس د افغانستان او ترکیې هېواد اړيکې تاريخي، دوستانه او ترکیه یې د افغانستان دایمي او ستراتېژیک دوست یاد کړ چې د دواړو هېوادونو اړیکي د مذهبي، کولتوري او تاريخي ارزښتونو پر بنسټ ولاړې دي.

اجرائیه رئیس د افغانستان د سیاسي، امنیتي وضعیت او سیمه ییزو اړیکو په اړه روښانه تصویر وړاندې کړ او له افغانستان سره یې د تریکې له مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه.

اجرائیه رئیس په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره د ترکيې د هڅو ملاتړ مهم یاد کړ او ویې ویل، چې لا هم طالبان د سولې د مذاکراتو پر وړاندې اساسي خنډ دی.

اجرائیه رئیس زیاته کړه: د سولې د ترلاسه کولو لپاره د متحده ایالاتو لخوا جدي هڅې شوي دي. او  په دې اړه، د متحده ایالاتو او طالب استازو ترمنځ خبرې دوام لري.

افغان حکومت او خلک تلپاتې سولې ته متعهد دي. خو طالبان د سولې اصلی خنډ دی ځکه د بین الافغانی مذاکراتو چې مخامخ له خلکو سره خبرې کېږي چمتو نه دي .

اجرائیه رئيس په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو په اړه وویل: حکومت د رڼو او باوري ټاکنو لپاره ژمن دی او په دې برخه کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون هڅې دوام لري.

اجرائیه رئیس د افغان ترک ښوونځیو انتقال په برخه کې د ترکیې پوهنې بنسټ ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د پوهنې وزارت او نور اړونده ادارې د دې بهیر بشپړولو لپاره کار کوي.

د هېواد اجرائیه رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې او سوداګرۍ د زیاتوالي او په دې اړه د افغانستان د چمتووالي ډاډ ورکړ  او وعده یې وکړ، چې د دواړو هیوادونو د سفارتونو په همکارۍ اړونده وزارتونو او ادارو لخوا به په دې اړه عملي ګامونه پورته شي.