اجرائيه رئيس: په ښکلي ډول د چاملیجا د جومات رغول اسلامي ارزښتونو ته د ترکیې د تعهد ښارندوي کوي

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ‌ډاکټر عبدالله عبدالله د جمعې په ورځ (۱۳ غويي ۱۳۹۸) د ترکیې د دولت له نورو مېلمنو سره یو ځای د استانبول د چاملیجای مسجد د رسمي پرانیستنې په مراسمو کې ګډون وکړ. چاملیجای د ترکیې تر ټولو ستر مسجد دی په یوه وخت د 63 زره لمونځ کوونکیو ګنجایش لري، چې د ترکیې د ولسمشر جلالتمآب طیب اردوغان له لوري جوړ شوی دی. اجرائيه رئیس د دې مسجد له بېلایېلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ د یاد مسجد د پرانستو په مراسمو کې یې هم د افغانستان اسلامي جمهوریت په استازولۍ وینا وکړه.

د یاد مسجد د پرانستو په مراسمو کې چې د ترکیې د ولسمشر جلالتمآب رجب طیب اردوغان په کوربتوب ترسره شول، د یوشمېر اسلامي هېوادونو ولسمشرانو، لومړي وزیرانو او نورو لوړ پوړو چارواکیو ګډون کړی و.

اجرائيه رئيس په خپلو خبرو کې د یاد مسجد د جوړېدو له امله، د ترکیې ولسمشر، حکومت، د ترکیې او د استانبول تاریخي ښار خلکو ته مبارکي وویله او هغه یې د سنان معمارانو د اوسني پېر د منحصر به فرد معمارۍ غوره بېلګه یاده کړه.

اجرائيه رئيس وویل: د یاد مسجد جوړېدل او پرانسته د دې واقعیت ښودنه کوي، چې د سنان معمارۍ سبک د هغه له مړینې وروسته هم په دې هېواد کې دوام لري او له منځه نه ده تللې.

اجرائيه رئيس په خپله وینا کې وویل: د اسیا او اروپا د تمدنونو ترمنځ د پل په توګه د ترکیې موقعیت، ستاسو رهبرۍ او د ترکیې باعزته او ویاړمنو خلکو شتون ته ځانګړی ځای ور بښلی دی. د دې مسجد جوړول د یادې معمارۍ په سبک باندې د ستایلو وړ او دیني او اسلامي ارزښتونو ته ستاسو د تعهد ښودنه کوي.

رییس اجراییه همچنان علاوه کرد: به عنوان یکی از شهروندان افغانستان و رییس اجراییه این کشور از همکاری شما و کشور برادر و دوست ترکیه در عرصه‌های مختلف تشکر و قدردانی می‌کنم.

اجرائيه رئیس زیاته کړه: د افغانستان د یوه وګړي او اجرائيه رئیس په توګه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د ورور او دوست هېواد ترکیې له مرستو مننه کوم.

اجرائيه رئیس دغه راز وویل: هیله من یم چې د روژې د مبارکې میاشت په برکت سره زموږ په هېواد او ټوله نړۍ کې سوله او ثبات ټینګ او خلک په امنیت او ثبات کې ژوند وکړي.