د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په اړه د اجرائیه ریاست د مبارکۍ پیغام

د رحمت، نیایش، له نفساني هوسونو د خلاصون او پر سترو انساني او اسلامي ارزښتونو د چنګ لګولو د میاشتې د رارسېدو له امله ټول افغان مسلمان ملت او د نړۍ مسلمانانو ته مبارکي وایم.

د روژې مبارکه میاشت، د نفس د تزکیې، یووالي، همدلۍ، همپالنې او په اسلامي ټولنه کې د ورورګلوۍ ژوند لپاره فرصت دی، چې په دې مبارکه میاشت کې خپل اعمال د الهي عدل په تله کې و ازمایو، په خپلو تېروتنو اعتراف او د پروردګار په رب کې د توبې سر ټيټ کړو.

په دې مبارکه میاشت کې د الله تعالی د رحمت ټولې دروازې خلاصېږي او مرتکبین او ګناهګاران د توبه کولو په صورت کې بښل کیږي؛ خو هغه کسان چې پر جګړه ټینګار کوي او د بېګناه مسلمانانو له وژنې او ورسره له تاوتریخوالي لاس نه اخلي، له الهی رحمت څخه بې برخې وي.

د روژې په مبارکه میاشت کې افغانان تمه لري چې اوږدمهاله تاوتریخوالی ودرېږي او خلک په ارامۍ کې خپل عبادات ترسره کړي.

افغانستان له کلونو راهیسې په جګړه او منازعه کې ښکېل دی. له څو لسیزو راهیسې وینو چې ترهګرو ډلو له دین څخه په نادرست او افراطي قرائت سره زموږ زرګونه بېګناه مسلمان هېوادوال په مظلومانه ډول شهیدان او دیني او انساني ضد کړنې یې ترسره کړې.

د روژې په مباره میاشت کې ټول په ځانګړي دول دیني عالمان او د هېواد مشران دنده لري چې خلک د اسلام مقدس دین له ارزښتونو او په اسلامي ټولنه کې د افراطیت او سخت دریځي له ګواښونو خبر کړي. د ترهګریزو پېښو لپاره له دین څخه په ناوړه استفادې د تاوتریخوالي او جنایت ابعاد خلکو ته روښانه کړي.

د اسلامي نړۍ عالمانو په څو ناستو کې په صراحت سره اعلان کړه، چې په هېواد کې رونه جګړه د اسلام مقدس دین له احکامو سره په ټکر کې دي او دا جګړه ناروا ده. دا جګړه هېڅ ډول اسلامي، انساني او اخلاقي توجیه نه لري.

په دې میاشت کې د خپلو اتلو او سرښندونکیو امنیتي ځواکونو څخه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو روح ته دعا کوم. له خدای تعالی غواړم چې د روژې مبارکې میاشتې په حرمت سره زموږ په هېواد کې تلپاتې او باعزته سوله تامین او مظلوم ولس مو له رنځونو او کړاوونو څخه خلاص کړي.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس