اجرائیه رییس د ترکیې ولسمشر له مرستیال سره ولیدل

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ترکیې ته د خپل سفر په لړ کې د ترکیې له مرستیال ولسمشر جلالتماب فواد اوکتای سره ولېدل .

د ترکیې د ولسمشر مرستیال ترکیې ته د اجرائيه رئیس د سفر تود هرکلی وکړ او له افغانستان سره یې د ترکیې له دوامداره مرستو او همکاریو ډاډ ورکړ.

اجرائیه رئیس د ترکیې هېواد له میلمه پالنې او دایمې همکاریو مننه وکړه، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.