اجرائیه رئیس د ټونس اسلامي نهضت له مشر سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ترکيې هېواد ته د خپل سفر په لړ کې د ټونس اسلامي نهضت له مشر ښاغلي راشد الغنوشي سره ولېدل .

په دې لېدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او اسلامي نړۍ په سیاسي او فکري وضعیت بحث او نظرونه سره شریک کړل .

دواړو اړخونو د افراطیت او بې عدالتۍ پر وړاندې د مبارزې او په سیمه ییزه سولې او ثبات ټینګار وکړ.