اجرائيه رئیس: د نورستان امنیتي وضعیت ته به جدي پاملرنه وشي

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د نورستان ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل.

په دې ناسته کې د نورستان ولایت قومي مشرانو د منډول ولسوالۍ امنیتي وضعیت او د حکومتولۍ سیستم د فعالولو او د نورستان د امنیتي، روغتیايي او پوهنیزو ستونزو د حل کولو غوښتنه وکړه. هغوی دغه راز په منډول کې د ملي اردو د ځواکونو ځای پر ځای کېدو غوښتنه هم وکړه.

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د نورستان ولایت له قومي مشرانو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د یاد ولایت امنیتي مسایل به د امنیت شورا په ناسته کې تربحث لاندې ونیسي.

د هېواد اجرائیه د نورستان ولایت قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی په ستونزو به غور وکړي او اړونده ادارو ته به هدایت ورکړي تر څو د نورستان ولایت ستونزي حل شي.