اجرائيه رئيس له فساد سره د مبارزې د ارزونې او څارنې کمېټې له غړو سره ولیدل

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې څارنې او ارزونې ګډې کمېټې له غړو سره ولیدل.

په دې ناسته کې د څارنې او ارزونې ګډې کمېټې په 2019 کال کې د خپلو فعالیتونو په اړه د هېواد اجرائیه رئیس ته مفصل ګزارش وړاندې کړ او MEC راتلونکیو فعالیتونو او پروژو په اړه یې بحث وکړ .

هغوی همدارنگه زیاته کړه، چې MEC د خپلو طرحو او په حکومت کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلو کړنو ته ژمن دی او ټینګار کوي چې حکومت دې په دې برخه کې دوی ته لا زمینه برابره کړي .

په پای کې دوی د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله څخه مننه وکړه، چې د MEC له طرحو او کړنو څخه یې تل ملاتړ او ستاینه کړې ده .

د هېواد اجرائیه رئيس د یادې ګډې کمېټې چارې اغېزمنې یاد کړې او د هغوی له هڅو څخه یې ستانه وکړه. اجرائيه رئیس ډاډ ورکړ، چې د یادې کمېټې له هڅو ملاتړ کوي او د هغوی موندونو ته به جدي رسیدګي وشي.