المان له افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن ( پنجشنبه، د غويي 5 مه ) د خپل کار په دفتر کې د المان فدرال جمهوریت د دفاع له مرستیال وزیر ښاغلي توماس سلبرهون «Thomas Silberhon» سره ولېدل .

په دې ناسته کې د هېواد اجرائیه رئیس له افغانستان سره د المان له مرستو مننه وکړه او هم یې په افغانستان کې د الماني ځواکونو د ماموریت غځېدو په اړه د المان پارلمان پرېکړه وستایله.

ډاکټر عبدالله عبدالله له ترهګرۍ سره د مبارزې او همدارنګه د افغان ملي امنیتي ځواکونو د روزنې، تجهیز او مشورې په برخه کې د آلمان حکومت د ځواکونو ونډه مهمه وبلله او ويي ویل: د ملي یووالي حکومت په ټولو برخو کې د آلمان له مرستو او همکاریو ملاتړ کوي؛ خو غوښتنه مو دا ده چې المان له افغانستان سره په ځانګړي دول د افغان امنیتي ځواکونو در وزنې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د آلمان دفاع وزیر مرستیال له افغان امنیتی ځواکونو سره د خپل هېواد له دوامداره مرستو او همکاریو ډاډ ورکړ. هغه زیاته کړه، چې افغان امنیتی ځواکونه ډېر پرمختګونه کړي او د تروریستي بریدونو په دفع کولو کې یې ښه دنده ترسره کړې دي.

دواړو لوریو د سولې د هڅو، له داعش او ترهګرۍ سره په مبارزې او د افغانستان په سیمه ییزو اړیکو هم خبرې اترې وکړې.