نړیواله ټولنه له رڼو او په وخت ټاکنو څخه ملاتړ کوي

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس او د ولسمشر دویم مرستیال استاد سرور دانش نن له غرمې وروسته په سپېدار ماڼۍ کې له ټاکنو د ملاتړ کوونکیو هېوادونو له سفیرانو، د یوناما، قاطع ماموریت او اروپایي اتحادیې له استازو سره ولیدل.

په دې ناسته کې د ټاکنو پروسې ملاتړ کوونکیو هېوادونو او ملګرو ملتونو استازي د ولسمشریزو ټاکنو په اړه خپل لیدلوري، وړاندیزونه او اندېښنې شریکې کړې او په موقع، رڼو او با اعتباره ټاکنو ترسره کولو یې ټينګار وکړ.

اجرائيه رئیس په دې ناسته کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په ځانګړي ډول د ټاکنو له پروسې څخه د ملاتړ مننه وکړه او ټينګار یې وکړ، چې افغانستان د ټاکنو له لارې په خپل برخلیک ټاکلو باور لري.

اجرائيه رئيس په رڼو او با اعتباره ټاکنو د ټینګار ترڅنګ وویل، چې د نړیوالو دوستانو لیدلوري، وړاندیزونه او اندېښنې به په حکومت کې تر بحث لاندې ونیسي او له مشورو وروسته به په دې اړه پرېکړه وشي.

په دې ناسته کې د ولسمشر دویم مرستیال استاد سرور دانش هم له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ په رڼو او پر وخت ټاکنو ټینګار وکړ.