اجرائیه رئیس د امریکا متحده ایالاتو له سفیر سره ولیدل

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته ( د غویی ۱۹مه، ۱۳۹۸ ) په خپل کار دفتر سپېدار ماڼۍ کې د امریکا متحدو ایالاتو له سفیر ښاغلي جان بس سره ولیدل.

په دې ناسته کې دواړو لوریو د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو، د سولې مذاکراتو او وروستیو امنیتي تحولاتو په اړه خبرې وکړې.

دواړو لوریو په کابل ښار کې د طالبانو د تېرې ورځې ترهګریز برید وغانده او په دوامداره همکاریو یې ټينګار وکړ.