اروپایي ټولنه همزمان د سولې له پروسې او له ټاکنو څخه ملاتړ کوي

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د اروپایي ټولنې د بهرنیو فعالیتونو د عملیاتو رئیس ښاغلی ګهنار ویګند سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل .

په دې ناسته کې ښاغلي ویګند وویل، چې اروپایي ټولنه په افغانستان کې له دېموکراتیک بهیر ملاتړ او خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي .

د اروپایي ټولنې د عملیاتو رئیس وویل، موږ په افغانستان کې په وخت له شفافه ټاکنو څخه ملاتړ کوو، او دا د افغانستان د ثبات لپاره مهم بولو.

ښاغلی ویګند زیاته کړه: اروپایی ټولنه په افغانستان کې د سولې هڅو ملاتړ کوی، موږ د سولې پروسې او ټاکنو ملاتړ کوو په ورته وخت کې او لاسته راوړلو لپاره یې باید په افغانستان کې ملي اجماع جوړه شي.

د افغانستا اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه او په هېواد کې یې د دېموکراسۍ د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې د اروپایې ټولنې ونډه اغېزمنه یاده کړه.

د هېواد اجرائیه رئیس له راتلونکیو ټاکنو څخه د اروپايي ټولنې له ملاتړ مننه وکړه او ویې ویل: مونږ رڼو او با اعتباره ټاکنو ترسره کولو ته ژمن یو ځکه چې په هېواد کې د ثبات باعث کېږي .

د افغانستان حکومت اجرائیه رئیس ټینګار وکړ، چې حکومت په هیواد کې د سولې د راوستلو لپاره له هر فرصت کار اخلي ، مګر طالبان لاهم د سولې پروسې لپاره لوی خنډ دی.