اجرائيه رئيس: مخابراتي شرکتونه دې د خلکو اندېښنو او اعتراضونو ته جدي پاملرنه وکړي

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله نن د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د شمالي افریقا او منځني ختیز لپاره د MTN مخابراتي شرکت له مرستیال ښاغلي اسماعیل جارودي سره ولیدل.

په دې ناسته کې لومړی د منځني ختیز او شمالي افریقا لپاره د ام ټي ان مخابراتي شرکت مرستیال په افغانستان کې د لا ډېرې پانګونې په ځانګړي ډول د نوري فایبر او د مبایل له لارې د پيسو د لېږد ( Money Mobile ) په برخه کې پانګونې ته لېواله دي.

هغه وویل، کوښښ کوي چې په افغانستان کې معیاري مخابراتي خدمات وړاندې کړي، قیمتونه راښکته او د پوښښ ساحه پراخه کړي، څو د لرو پرتو سیمو کې اوسېدونکي هم له مخابراتي خدماتو برخمن شي.

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټرعبدالله عبدالله په افغانستان کې د ام ټي ان مخابراتي شرکت له پانګونې د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه، چې یاد شرکت دې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

اجرائيه رئيس غوښتنه وکړه، چې ام ټي ان مخابراتي شرکت دې په افغانستان کې د انټرنیټ او مکالمو کیفیت، د قیمتونو را ښکته کولو او د کریډټو د ورکېدو په برخه کې د کاروونکیو اندېښنو ته جدي پاملرنه وکړي.

ام ان ټي مخابراتي شرکت مرستیال له افغانستان سره د اږدمهاله همکاریو ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې دوی به د کیفیت ښه کولو، قیمت را ښکته کولو او د کارونکیو اندېښنو ته ځواب ووايي او دغه ستونزې به په بنسټیز ډول حل کړي.