اجرائیه رئیس: ټولې ادارې دې له بېځایه شویو کورنیو سره په مرستو کې عاجل اقدامات وکړي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو اجرایوي کمېټې نن خپله ناسته د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د تېري جلسې په اړه معلومات وړاندې کړل او ويي ویل، په 2019 کال کې د بې ځایه شویو شمېر 318591 تنو ته رسېږي، چې57057 تنه یې بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي دی.

ښاغلي بلخي زیاته کړه، چې د جنګونو له امله له ننګرهار، فاریاب، هلمند، فراه، تخار، کندوز او بلخ ولایاتو څخه په 2019 کال کې 36309 تنه له خپلو اصلی مېنو بې ځایه شوي، چې په دومره موده کې 6968 کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ور ګرځېدلي دي. همدارنګه ښاغلي بلخي وویل، چې له دې جملې څخه 9257 کورنيو سره نړیوالو ټولنو مرستې کړي.

د کډوالو چارو وزیر زیاته کړه، چې په هرات او بادغیس ولایتونو کې بې ځایه شویو کورنیو ته د رسېدګۍ او ورسره د مرستو لپاره 140 میلیونه افغانۍ وړاندیز شوي، څو د هغوی ستونزې راکمې کړي او بېرته خپلو اصلي مېنو ته وګرځي.

همدارنګه ښاغلي بلخي وویل، هغه کورنۍ چې بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستنېږي د ماليې وزارت لخوا د لارې د ترانسپورت او نقدې پیسي د اولیه ضرورتو لپاره ورکول کېږي.

د غونډې ګډونوالو په ځینو ولایاتو کې د نړیوالو ټولنو د استازو نه حضور اندېښنمونکی وباله او ویې ویل چې مالیه وزارت دې هغه ولایاتو کې چې نړیوال همکاران شتون نه لري منظمه بودیجه په نظر کې ونیسي تر څو بې ځایه شوي کورنیو سره د مرستې په برخه کې خنډ او ځڼډ واقع نشي.

هغوی همدا راز وویل، چې د ډېرو ولایاتو خلک د امنیت نه شتون له امله خپلو اصلي مېنو څخه بې ځایه شوي دي. دوی زیاته کړه، چې د هرات ولایت سبز ښارګوټي ځای د حج اوقاف ریاست لخوا د کډوالو ریاست ته ندی ور سپارل شوی.

همدارنګه ګډونوالو په ننګرهار، لغمان، لوګر او کونړ ولایاتو کې د کنسرسیوم د جوړولو په طرحه د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ته رپوټ وړاندې کړ .

د غونډې ګډونوالو وویل، چې په 2019 کال کې 203214 تنه کډوال له بهرنیو هېوادونو څخه خپل هېواد ته راستانه شوي، همدارنګه هغوی زیاته کړه، چې د هېواد د څلورو سرحدونو راجستر مرکزونه چي عبارت دی له: تورخم د نوم لیکنې مرکز، سپین بولدک د نوم لیکني مرکز، میلک د نوم لیکني مرکز او د اسلام قلعه د نوم لکیني مرکز کې باید بېرته ستانه شوي کورنیو ته اسانتاوي په نظر کې ونیول شي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله اړونده ادارو ته هدایت ورکړ، په هرات او بادغیس ولایاتو کې له بې ځایه شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي او هغه کورنۍ چې غواړي بېرته خپلو اصلی مېنو ته ستنې شي باید ټولې اسانتیاوې ورته برابرې شي.

اجرائیه رئیس هدایت ورکړ په هغو ولایاتو کې چې نړیوالې مرستندویه ټولنې استازي شتون نه لري کوښښ دې وشي چې داخلي ظرفیتونه دې رامنځه او تقویه شي تر څو شته ستونزي په سمه توګه حل شي.

همدا راز اجرائیه رئیس وویل، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت دې له شته بودیجې خپلو کارونو ته دوام ورکړي تر څو د بې ځایه شوي کورنیو سره لازمې مرستي وشي .

د هېواد اجرائیه رئیس د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخی ته هدایت ورکړ، چې د هرات سبز ښارګوټي د ستونزي په اړه دې د حج اوقاف وزیر سره خبرې وکړي تر څو شته ځمکه د کډوالو وزارت ته وسپاري.

په پای کې د هېواد اجرائیه رئیس له ټولو نړیوالو ادارو څخه د مننې ترڅنګ ټېنګار وکړ، چې ټولې ادارې باید په ګډه کار وکړي تر څو راستنېدونکیو کورنیو لپاره سهولتونو رامنځته شي.