اجرائیه رئیس د امریکا متحده ایالاتو له سفیر سره ولیدل

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته ( د غبرګولی ۷ مه، ۱۳۹۸ ) په خپل کار دفتر سپېدار ماڼۍ کې د امریکا متحدو ایالاتو له سفیر ښاغلي جان بس سره ولیدل.

په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ د دوه اړخيزو اړیکو، راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو لپاره په چمتووالی، د سولې مذاکراتو او وروستیو سیاسي- امنیتی تحولاتو په اړه خبرې وکړې.