د خواشینۍ پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د افغانستان دښمنانو نن په کابل ښار کې مخکښ دیني عالم او او د مدافع وکیلانو د ټولنې پخوانی مشر شبیر احمد کاموال په شهادت ورساوه.

انا لله و انا الیه راجعون

زه په داسې حال کې چې د شهید له کورنۍ او دوستانو سره د خپل تسلیت مراتب شریک کوم له امنیتي ادارو غواړم چې په دې اړه د څېړنو ترڅنګ دې د دیني عالمانو امنیت او حفاظت ته جدي پاملرنه وکړي. دښمن کوښښ کوي چې زموږ مخکښ دیني عالمان په نښه او د باطلې جګړې پر وړاندې د حق رسا غږ د خاموشه کولو کوښښ وکړي.

په پای کې ارواښاد کاموال ته جنت فردوس، کورنۍ او دوستانو ته یې د جمیل صبر دعا کوم.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس