د اعتدال پالنې اجرایوي کمېټې ناسته وکړه

د افغانستان د اعتدال پالنې کمېټې نن خپله ناسته په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د یادې اجرایوي کمېټې سکرتریت د تېرې ناستو او د اعتدال پالنې ملي استراتیژی پلان په اړه رپوټ وړاندې کړ او همدارنګه یې د یادې کمېټې د د شويو کارونو په اړه معلومات ارایه کړل.

دوی زیاته کړه، چې د دې ملي ستراتېژۍ موخه په ټولنه کې د سوله ییز ژوند، د افراطیت پر وړاندې جدي مبارزه، د بیان ازادي لپار کار کول، دولتي او غیر دولتي ادارو سره ښه همغږي، د ښځو او ماشومانو له حقونو څخه ملاتړ، سولې، ازادۍ، امنیت او د قانون حاکمیت ته د عامه افکارو جلبول او هڅول دي.

هغوی وویل، چې د سواد او عامه پوهاوي د کمښت له امله یو لوی اکثریت خلک په هېواد کې له افراطیت کار اخلي ځکه هغوی نه پوهېږي چې افراطیت یوه خارجي پدیده ده. همدارنګه دوی زیاته کړه، چې په اوس وخت کې 66 فیصده افغانان له زده کړو بې برخې دي، 34 فیصده افغانان سواد لري چې زیاتره یې یوازې لیک او لوست کولای شي .

رپوټ زیاته کړه، چې اوس مهال د افغانستان په لرو پرتو سېمو کې 90 فیصده ښځې او 63 سلنه نارینه د سواد له نعمته بې برخې دي .

هغوی زیاته کړه، په دې ستراتېژۍ کې راغلي چې، د علماوو حقونو ته پاملرنه او د هغوی ملاتړ، د جوماتونو ثبت او د نظام له ملاتړ کوونکیو حمایت ته باید دوام ورکړل شي.

په دې ناسته کې د غونډې ګډونوالو د اعتدال پالنې په ملي ستراتېژۍ، په افغانستان کې د اعتدال پالنې د ملي ستراتېژۍ په موخو، په هېواد کې د اعتدال ګرایي فکر ترویج، د اعتدال ګرایي ملي ستراتیژۍ د تطبیق په چارچوب، په افغانستان د افراط او تفریط موضوعاتو او نورو مسایلو خبرې اترې وشوې.

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله اجرائيه وویل، چې د اسلام مبارک دین د اعتدال دین دی او سپارښتنه يې وکړه، چې د اعتدال پالنې ملي ستراتیژۍ د تطبیق په پلان دې له ټولو اړونده ادارو سره په ګډه کار وشي او یو جامع عملي تطبیقي پلان دې جوړ شي.

د هېواد اجرائيه رئيس وویل، چې د اعتدال پالنې ملي ستراتېژي کاري پلان دې د افغانستان له ملي لومړیتوبونو څخه دی. هغه وویل، دغه پلان باید په بنسټیز ډول عملي شي، چې په دې کار سره به د دې پلان تطبیق هم اسانه شي او ټولې ادارې به یې په اړه خپل مسوولیت وپېژني.