اجرائیه رئیس په د امریکا متحدو ایالاتو له سفیر سره ولیدل

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته ( د غبرګولي ۲۱ مه، ۱۳۹۸ ) په خپل کار دفتر سپېدار ماڼۍ کې په کابل کې د امریکا متحدو ایالاتو سفیر ښاغلي جان بس سره ولیدل.

په دې ناسته کې دواړو لوریو افغانستان ته د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد وروستي سفر، سولې مذاکراتو کې د شویو پرمختګونو، راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو لپاره په چمتووالي او په افغانستان کې د وروستیو سیاسي- امنیتي تحولاتو په اړه خبرې وکړې.