د هېواد اجرائيه رئیس د اذربایجان له لومړي وزیر سره ولیدل

د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ( جمعه، د غبرګولي ۲۳مه، ۱۳۹۸ ) د اذربایجان له لومړي وزیر جلالتمآب نوروز محمودوف سره د اسیا د تعامل او باور جوړولو ( سیکا ) د پنځمې سرمشریزې په حاشیه کې ولیدل.

په دې ناسته کې د اذربایجان لومړي وزیر د افغانستان او اذربایجان ترمنځ اړیکې دوستان او ښې یادې کړې او له افغانستان سره یې د خپل هېوادد همکاریو ډاډ ورکړ. ښاغلي محمودوف وویل، چې هېواد یې په افغانستان کې له سولې او ثبات ملاتړ کوي او چمتو دی چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

اجرائيه رئيس د اذربایجان له حضور او همکاریو مننه وکړه او هغه یې د افغانستان متحد او دوست هېواد یاد کړ. اجرائیه رئيس د لاجوردو د لارې د کاراډور د رامنځته کېدو په برخه کې له اذربایجان څخه مننه وکړه او هیله یې وښوده چې دا مسیر له سیمې سره د اقتصادي ودې، سوداګریزو راکړې ورکړې او سیمه ییز اتصال په رامنځته کېدو کې مرسته وکړي.

دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ او هیله یې وښوده، چې د سیکا سرمشریزه د سیمه ییزې همپالنې او د غړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.