اجرائيه رئیس د ایران له ولسمشر سره ولیدل

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ( شنبه، د غبرګولي ۲۵مه، ۱۳۹۸ ) د اسیا د تعامل او باور جوړونې ( سیکا ) کنفرانس په حاشیه کې د دوشنبې په ښار کې د ایران اسلامي جمهوریت له ولسمشر جلالتمآب حسن روحاني سره ولیدل.

په دې ناسته کې اجراظيه رئیس له افغانستان سره د ایران د دوامداره مرستو نه د مننې ترڅنګ د افغانستاند سیاسي ـ امنیتي وضعیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې روښانه تصویر وړاندې وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو د پراختیا او مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

اجرائیه رئيس همداراز د سولې د مذاکراتو او په افغانستان کې د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو په اړه هم خبرې وکړې او هیله یې وښوده او تلپاتې عادلانه سولې ته د رسېدو لپاره یې د افغان ملت او حکومت هیله بیان وکړه. هغه په اوسنیو شرایطو کې طالبان د سولې پر وړاندې اصلي خنډ یاد کړل. اجرائيه رئيس په خپلو خبرو کې د ایران له اسلامي جمهوریت نه د افغان کډوالو د کوربتوب مننه هم وکړه.

د ایران ولسمشر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي دوستانه یادې کړې چې په ګډو ارزښتونو استوارې دي. هغه په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات ټینګښت د ایران اسلامي جمهوریت همیشنۍ هیله یاده کړه. د ایران ولسمشر له افغانستان سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو ـ اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه. ښاغلي روحاني دغه راز وویل، ایراني پانګوال چمتو دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او ایران اماده دی چې د سیمه ییز اتصال په برخه کې د سهولتونو برابرولو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

دواړو لوریو په خپلو خبرو کې د سیمه ییزو ګواښونو او ننګونو سره د مباررزې او د ګډو کاري کمېسیونونو په نهايي کولو ټینګار وکړ او په دې برخه کې له شته پرمختګونو رضایت څرګند کړ.