د هېواد اجرائیه رئیس د سیکا سازمان په پنځمې سرمشریزه کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ( دوشنبه، د غبرګولي ۲۵مه،۱۳۹۸ ) د افغانستان اسلامي جمهوریت په استازیتوب، د آسیا د تعامل او باور جوړونې سازمان ( سیکا ) په پنځمه سرمشریزه کې ګډون او وینا وکړه.

اجرائیه رئیس په خپلو خبرو کې د سیکا سازمان له فعالیتونو او هڅو ستاینه وکړه او له دې سازمان سره یې د افغانستان د همکاریو تعهد وکړ.

اجرائیه رئیس همدارنګه په اسیا کې په سیمه ییزې همکارۍ، د سیمې په همپالنې او په سراسري سولې او امنیت په تامین ټینګار وکړ.

اجرائيه رئیس د سیمه ییزو ګواښونو او ننګونو پر وړاندې ګډې مبارزې ته په اشارې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د ترهګرو د پنځایونو د له منځه وړلو او د ترهګرو پر وړاندې په ټولیزې مبارزې ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې د ۲۷ غړو او ناظرو هېوادونو او سازمانونو استازو ګډون او ویناوې وکړې.