د تركېې ولسمشر له اجرائيه رئيس سره ليدنه کې: تركيه په افغانستان كې خپل شتون او همکاریو ته دوام ورکوي

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته ( شنبه، د غبرګولي  ۲۵مه، ۱۳۹۸ ) د آسیا د تعامل او باور جوړونې کنفرانس یا سیکا د پنځمې سرمشریزې په حاشیه کې د ترکېې له ولسمشر جلالتمآب رجب طیب اردوغان سره ولیدل.

په دې ناسته کې د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ترکېې هېواد له تلپاتې همکاریو او جلالتمآب رجب طیب اردوغان له خاصې پاملرنې چې افغانستان ته یې لري، مننه او ستانه وکړه.

اجرائیه ترکیه د افغانستان ستراتېژيک او تاریخي دوست هېواد وباله او په افغانستان کې یې د ترکیې د شتون او د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

د ترکیې ولسمشر هم افغانستان د ترکیې نېږدې دوست او متحد یاد کړ او له افغانستان سره یې د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

په دې ناسته کې داوړو لوریو له تروریزم سره په مبارزې، د سولې په روانو هڅو او راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو هم بحثونه وکړل.