د وزیرانو شورا نوبتي ناسته د اجرائيه رئيس په مشرۍ ترسره شوه

وزیرانو شورا خپله ناسته د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ نن ( په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.

د هېواد اجرائيه رئیس په سر تاجکستان ته د خپل سفر او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې په سیمه ییزو کنفرانسونو کې ګډون دا زمینه برابروي، چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې ګډه مبارزې ته لار هواره، د ترهګرۍ ملاتړي تر فشار لاندې ونیسي او د سولې له لپاره له رامنځته شوي فرصت استفاده وشي.

هغه وویل، چې د تاجکستان، ترکیې، ایران، ترکیې، ازبکستان، قزاقستان او آذربایجان له مشرانو سره یې په لیدنو کې د سیمې د ننګونو او فرصتونو په اړه بحثونه او د دوه اړخيزو اړیکو په اړه ګټور خبرې اترې وکړې.

هغه زیاته کړه، د افغانستان د سولې مذاکراتو خبرو اترو کې د سیمه ییزې اجماع او د مشترکو تهدیداتو د مخنیوی لپاره ښه فرصتونه شتون لري چې بایده ده ترې استفاده وشي، ځکه په دې اجماع سره کولای شو چې په طالبانو او د هغوی په حامیانو فشار راوړو ترڅو د سولې خبرې یوې مثبتې نتیجې ته ورسېږي .

اجرائيه رئیس وویل: د طالب بندیانو خوشې کول د حسن نیت لپاره شوی؛ خو که دا کار کمپایني بڼه ولري خپل اصلي غیز له لاسه ورکوي. له شک پرته چې زموږ اراده دا نه ده چې جګړه دوام پیدا کړي، مګر د ټاکنیزې پروسې حساسیت او د هغه کار کولو په اړه باید دقت وشي.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او د ټولو افغانانو نظریاتو ته په کې باید پام وشي، سوله یو قهرمان ونه لري، بلکې د افغانستان خلک یې باید قهرمانان وي.

اجرائيه رئيس یو ځل بیا، د آیت الله محقق کابلی په مړینه خواشیني وښوده او د افغانستان خلکو، د مرحوم کورنۍ او خپلوانو ته یې تسلیت وړاندې کړ او د هغه مړینه یې د هېواد لپاره ضایعه وبلله.

اجرائيه رئیس له ټولو امنیتي ادارو وغوښتل چې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره د تقویتي نوملیکنې په بهیر کې مرسته وکړي او له هېوادوالو یې وغوښتل چې دا بهیر پياوړی کړي.

د هېواد اجرائيه رئیس دغه راز له افغان امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه، چې لسګونه تنه یې د طالبانو له زندانونو راخلاص کړي او د امنیت د تامین لپاره یې هڅې کړي دي.

اجرائيه رئیس ټولو میندو ته د مور ورځې د مبارکۍ ترڅنګ هیله وښوده، چې په هېواد کې د روانې جګړې لمن ټوله، سوله تامین او بیا هېڅ مور د خپل بچي ویر ونکړي.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې افغانان علم او هنر خوښوونکي خلک دي او له غمونو سره سره یې هم د هېواد د مخکښ سندرغاړي احمدظاهر یاد تازه کړ.

اجرائيه رئيس په غزني کې د یوه تاریخي برج په نړېدو خواشیني وښوده او اړونده ادارو ته یې په دې برخه کې د لا ډېرې پاملرنې هدایت ورکړ.

وروسته د هېواد اجرائيه رئيس د وزیرانو شورا د ناستې اجنډه اعلان کړه:

امنیتي ګزارش

په ایران کې مېشتو او هېواد ته بېرته را ستنېدونکیو افغان کډوالو ستونزو ته د رسیدګۍ لپاره د ټاکل شوي پلاوي رپوټ

د افغانستان د غذايي چارو د تنظیم ادارې د جوړېدو په اړه رپوټ

د مالیې وزارت له لوري په 1398 لومړۍ ربع کې د بودیجې لګښت په اړه د رپوټ وړاندې کول

د زونوز ناروغیو د وقایې په اړه د ټولو اړونده ادارو ترمنځ د همکارۍ تفاهمپاڼو په اړه رپوټ وړاندې کړل

د لرغونو اثارو د ساتنې په اړه د تشکیلاتي، بودیجوي او کاري تداخل ستونزو د حل په اړه رپوټ

د فرهنګ او هنر د ودې کمټې له لوري د لاسته راوړنو، ستونزو او وړاندیزونو د رپوټ وړاندې کول

د ولسي تړون پرووګرام د 1398 کال د لومړۍ ربع رپوټ وړاندې کول

په زندانونو کې په ځانګړي دول په څرخي پله زندان کې د زندانیانو روغتیايي ستونزو ته رسیدګي د نننۍ ناستې د اجنډا برخې وې.

په لومړي سر کې د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال ډګر جنرال اقبال علي د هېواد د وروستي وضعیت په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې دمګړۍ افغان امنیتي ځواکونه د جګړو په لیکو کې له ښه مورال څخه برخمن دي.

هغه وویل، چې په تېره یوه اونۍ کې 13 عملیاتونه، په 14 ولایاتو کې 24 د کومانډو عملیاتونه او 46 هوايي ضربات د افغان ځواکونو له لوري او 91 هوايي ضربات د قاطع ماموریت له لوري ترسره شوي چې طالبانو ته په کې درانه زیانونه اوښتي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغو عملیاتو کې 643 تنه وسله وال طالبان وژل شوي، 243 تنه ټپيان او 80 تنه ژوندي نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي وویل، چې دمګړۍ د دښمن ټول پلانونه هدف ته نه دي رسېدلي او افغان امنیتي ځواکونه ښې لاسته راوړنې لري.

هغه دغه راز وویل، چې د کابل د امنیتي وضعیت د بهبود لپاره هم سیارې ګزمې جوړې شوي، اسیب پذیره سیمې مشخص شوي او ځانګړي عملیات د مجرمینو او هغو کسانو په خلاف چې په ښار کې مسلحانه سرقتونه او ترورونه کوي روان دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ګروپي جرمي ډلو پر وړاندې هم عملیات روان دي او هغه کسان هم نیول شوي چې د پولیسو په لیکو کې یې له خلکو سره له زور زیاتي کار اخیستی دی.

ورپسې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمدخان په ایران کې د افغان کډوالو او هېواد ته د بېرته را ستنېدونکیو د ستونزو په اړه رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې کډوالو، عدلیې او بهرنیو چارو وزارت ته د نده سپارل شوې، چې د زندانیانو د انتقال په اړه یوه مخشصه طرحه او وړاندیز وزیرانو شورا ته چمتو کړي. دغه راز ماليې، بهرنیو چارو او کډوالو چارو وزارتونو ته دنده سپارل شوې، چې د کډوالو د وکالت، نکاح پاڼو او نورو لګښتونو د کمښت او د ستونزو د حل په اړه خپله طرحه وزیرانو شورا ته وړاندې کړي.

د هېواد اجرائیه رئیس د یادې کمېټې چارې وستایلې او ویې ویل، چې درې واړه وزارتونه دې له مشخصو وړاندیزونو ته سره خپله طرحه وزیرانو شورا ته وړاندې کړي.

اجرائيه رئيس عدلیې وزارت ته دغه راز له تاجکستان څخه د اتیا تنو زندانیانو د ر انتقالولو په اړه هم هدایت ورکړ چې له بهرنیو چارو وزارت او لوی څارنوالۍ سره دې په ګډه کار وکړي څو د بندیانو د را لېږدولو زمینه برابره شي.

ورپسې ماليې وزارت په 1398 کال لومړۍ ربع کې د بودیجې د لګښت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې چې یوشمېر ادارو ښه لګښت ترسره کړی او ځينې ادارې په لومړۍ ربع کې له سست لګښت سره مخ دي خو د ځینو ادارو مدغم کېدو د بودیجې لګښت له ستونزو سره مخ کړی دی.

دغه راز د پوهنې سرپرست وزیر د کتابونو د چاپ او نورو برخو د بودیجې د کمښت، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تحقیقاتي پروژو د بودیجې او تدراکاتي پروسې او له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر له طبیعي پېښوسره د مبارزې لپاره د بودیجې د کمښت ستونزې یادې کړې.

د هېواد اجرائیه رئیس له اړونده ادارو وغوښتل چې خپل مشخص وړاندیزونه او درخواستونه په رسمي بڼه اجرائیه ریاست ته وسپاري څو د ستونزو د حل لپاره اقدامات وشي.

دغه راز د عامې روغتیا وزیر په هېواد کې د زونوز ناروغیو د وقایې په برخه کې د ټولو وزارتونو د همکارۍ او تفاهمپاڼې د لاسلیک په اړه رپوټ وړاندې کړ او له ټولو ادارو یې ووغوښتل چې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي او وقایې په برخه کې همکاري وکړي، ځکه دغه دا کار یوازې روغتیا وزارت نشي کولای.

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله له ټولو ادارو وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي او پرېنږدي چې دغه مخ پر زیاتېدونکي کانګو ناروغي د هېوادوالو ژوند وګواښي.

ورپسې د اجرائیه ریاست د هنر و فرهنګ د ودې اجرایوي کمېټې خپل رپوټ وړاندې کړ او له ټولو ادارو ویې وغوښتل چې فرهنګي مسایلو ته په خپلو پروګرامونو کې ځای ورکړي. وزیرانو شورا د دې اجرایوي کمېټې چارې وستایلې او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

ورپسې د سیمه ییزو ارګانونو مرستیال په هېواد کې د ولسي تړون پروګرام د تطبیق په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې دمګړۍ څلور ستر ښارونه دد ې پروګرام تر پوښښ لاندې راغلي او کار کوي، چې په راتلونکي کال کې لس نور ښارونه هم تر پوښښ لاندې راولي.

د هېواد اجرائیه رئيس ولسي تړون پروګرام مهم او اغېزمن وباله او له ټولو وزارتونو او ادارو یې وغوښتل چې د بریا لپاره یې همکاري وکړي څو لس نور ولایتونه هم تر پوښښ لاندې ونیسي.

د غونډې په پای کې د لوی څارنوالۍ مرستیال په زندانونو په ځانګړي ډول په څرخي پله زندان کې د زندانیانو د روغتیايي ستونزو د حل په اړه رپوټ وړاندې کړ.

هغه وویل، چې دمګړۍ زندانیان له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ دي او نړیوالې ادارې هم چمتو نه دي چې د روغتیا په برخه کې له زندانونو سره مرسته وکړي.

اجرائيه رئيس هدایت ورکړ، چې روغتیا وزارت دې له ای سي ار سي سره خبرې وکړي چې تر کومې کچې له زندانونو سره مرستې کوي او له هغې وروسته دې یو مشخص وړاندیز چمتو او دی به یې له مالیې وزارت سره د بودیجې په اړه خبرې وکړي څو ستونزې حل شي.

اجرائییه رئيس هدایت ورکړ، چې روغتیا وزارت دې په زندانونو کې د وقایې او ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره اساسي اقدامات وکړي.