اجراییه رییس له هند سره د افغانستان د کرکټ سیالي ننداره کړه

د هېواد اجراییه رییس نن ماښام په خپل استوګنځي کې له هند سره د افغان ملي لوب‌‌‌‌‌‌ډلې د کرکټ سیالي له خپلو یوشمېر دوستانو سره په ګ‌‌‌‌‌‌ډه ننداره کړه.

اجراییه رییس وویل: که څه هم لوبه افغان لوب‌‌‌‌‌‌ډلې ونه ګټله خو د دوی وړتیا، حوصله او په نړیوالو لوبو کې یې ځیرکتیا د ستایلو ده. نننۍ لوبې یې د افغانانو هیلې زیاتې کړې. ټول لوبغاړي په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول محمد نبي په لوبه کې ښه وځلېده.

اجراییه رییس ملي لوب‌‌‌‌‌‌ډلې ته د لا پياوړتیا او بریا دعا وکړه.