اجرائیه رئیس په افغانستان کې د ازبکستان جمهوریت له لوی سفیر سره ولیدل

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته ( شنبه، د چنګاښ لومړۍ، ۱۳۹۸ ) په کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې د ازبکستان جمهوریت له لوی سفیر ښاغلی یادګار خواجه شادمانوف سره ولیدل.

په دې لېدنه کې اجرائیه رئیس ازبکستان د افغانستان پخوانی متحد هېواد یاد کړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړېکي یې نیکې وبللې.

د هېواد اجرائیه رئیس له افغانستان څخه د ازبکستان د فعال ملاتړ او همکاریو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.

ښاغلي شادمانوف له اجرائیه رئیس څخه د مننې ترڅنګ په افغانستان کې د ازبکستان جمهوریت له حضور او همکاریو د دوام په اړه ډاډ ورکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو سوداګر او پانګوال له شته اقتصادي او د پانګونو له فرصتونو څخه ګټنه وکړي.