اجرائيه رئیس: د ټولو ادارو د هڅو موخه باید خلکو ته خدمت او د سهولتونو برابرول وي

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس نن د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د اقتصاد وزارت له رهبرۍ او ولایتي رئيسانو سره ولیدل.

په دې ناسته کې لومړی د اقتصاد وزیر ښاغلي مصطفی مستور په اقتصاد وزارت کې د شویو پرمختګونو او شته ستونزو په اړه اجرائیه رئیس ته رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې په ولایتي کچه د پروژو د تطبیق په برخه کې همغږي ډېره شوې ده.

اقتصاد وزیر زیاته کړه، چې د اقتصاد وزارت لخوا یو ولایتي پروفایل جوړ شوی، چې د حکومت هر سکتور ارقام پکې په نظر کې نیول شوي، چې دولتی او غیر دولتي ادارو سره به شریکي شي .

د اقتصاد ولایتي رئیسانو هم خپلې ستونزې له اجرائيه رئيس سره شریکې کړې او مننه یې وکړه، چې تل یې د ولایاتو ستونزې جدي نیولي او د حل لپاره یې اقدامات کړي دي. هغوی شکایت وکړ، چې په ولایتي کچه دوی پروژې د خلکو په غوښتنه او د ولایاتو د اړتیا له مخې پلان کړي؛ خو په مرکز کې ورته بودیجه نه ورکول کېږي او دې ستونزې په ولایاتو کې د پراختیايي او بنسټيزو پروژو د پلي کېدا مخه نیولې ده.

هغوی وویل، چې اوس له بهرنیو او مرسته کوونکیو ادارو سره یې په همغږۍ د ولایاتو د اړتیا له مخې پروژې پلان او پلې کېږي، چې پخوا په دې برخه کې انجوګانو او مرسته کوونکیو ادارو به په خپله خوښه کار کاوه.

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د اقتصاد وزارت له ټول کاري ټیم ستاینه او مننه وکړه، چې د بنسټيزو او اساسي پروژو د پلي کولو د بهبود لپاره یې هڅې کړي دي.

اجرائیه رئیس وویل، د ټولو هڅه باید د خلکو د ستونزو راکمول او د ورته د زمینو برابرول وي، چې اقتصاد وزارت په دې برخه کې مخکښ رول لوبولی او ویې ویل، چې ټولې ادارې باید د کار په پای کې محاسبه کړي، چې د خلکو د ستونزو په حل کې څومره ممد واقع شوي دي.

د هېواد اجرائیه رئیس زیاته کړه، چې د انکشافي پروژې په برخه کې د اقتصاد وزارت رول اساسي وي، ځکه اقتصاد وزارت ډېري پروژې انکشافی دی او د خلکو د مشکلاتو په برخه کې موثر تمامېدای شي .

اجرائیه رئیس د غونډي ګډونوالو ته وویل، چې تاسي خلکو او خصوصی سکتور سره اړېکه لرئ نو اړتیا ده چې د هېوادوالو لازم اعتماد لاس ته راوړئ او خپل کارونه د خلکو د اړتیاوو له مخې پرمخ یوسئ.

اجرائيه رئيس زیاته کړه، چې د ارقامو په برخه کې ډېر له دقت کار واخلئ ځکه د ارقامو په برخه کې دقت نه کول ټول کارونه او پرو‌ژې له ستونزو سره مخامخ کوي .

په پای کې د هېواد اجرائیه رئیس جلالتمآب عبدالله عبدالله د اقتصاد وزارت له ټولو کار کوونکیو مننه وکړه او ويې ویل: تاسې د یو شخص لپاره کار نه کوئ بلکې تاسې د ټول افغانستان لپاره کار کوئ او ستاسې ټول تمرکز باید خلکو ته په خدمت کولو وي.