د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو اجرایوي کمټېې ناسته وکړه

د افغانستان د تلپاتې موخو د پراختیا اجرایوي کمېټې نن خپله ناسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د اقتصاد وزیر د غونډې اجنډا وړاندې کړه او د تېرو ناستو پرېکړې یې غونډې ته د تایید لپاره وړاندې چې ومنل شوې.

ورپسې د اقتصاد وزارت له لوري د لومړیتوب لرونکیو ټارګېټونو او د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو د اولویت بندۍ د مشورتي بهیر پایلې جلسې ته وړاندې شوې. چې د ناستې ګډونوالو په اړه بحثونه وکړل او هغه یې وستایل.

ورپسې د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو د ملاتړ لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو د ادارې د ونډې او همدارنګه د هغو شاخصو د لست وړاندیز کول چې په وروستیو کې یې مسوولیتونه د نورو ادارو له لوري ترسره کېده.

د هېواد اجرائيه رئیس د افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو د اجرایوي کمېټې چارې اغېزمنې یادې کړې او ویې ویل، چې دا د ټولو اړونده ادارو د هڅو او پشت کار پایله ده، چې نن دې کمېټې خپله لار موندلې او د عملي اقداماتو خوا ګامونه اخلي.

اجرائيه رئيس د اقتصاد وزارت نه مننه وکړه، چې هڅې یې کړي او د اولویت لرونکیو ټارګېټونو او شاخصونو لپاره یې مشورتي بهیر په بریالیتوت ترسره کړی دی.