د هېواد اجرائيه رئيس په کابل کې د امریکا له سفیر سره ولیدل

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله د نن د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې په کابل کې د امریکا له سفیر ښاغلي جان باس سره ولیدل.

په دې لیدنه کې لومړی د امریکا سفیر په کابل کې د پرونۍ پېښې له امله اجرائيه رئيس ته تسلیت وړاندې کړ، شهیدانو ته یې د جنت فردوس او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله وکړه.

هغه دغه راز د دې پېښې د مهار او د خلکو د ژغورلو له امله د افغان امنیتي ځواکونو هڅې وستایلې او ویې ویل، چې هغوی له ځانه ښه وړتیا وښوده.

د هېواد اجرائيه رئیس هم وویل، چې امنیتي ځواکونو د وسله والو بې شمېره ډله ییز بریدونه او نور حملات خنثی کړي؛ خو په تاسف سره چې پرون طالبانو جنایت رامنځته کړ. هغه هم د افغان امنیتي ځواکونو هڅې او سرښندنې وستایلې.

 

په دې ناسته کې دغه راز د افغانستان په روان وضعیت، د سولې په هڅو او د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کولو خبرې اترې وشوې.