اجرائيه رئیس بلخ او جوزجان ته له سفر وروسته بېرته پلازمېنې ته را ستون شو

د هېواد اجرائيه رئیس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله بلخ او جوزجان ولایتونو ته له رسمي سفر وروسته نن بېرته پخیر کابل ته را ورسېد.

د هېواد اجرائيه رئيس چې تېره ورځ د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ مزارشریف او بیا د شبرغان ښار ته په یوه رسمي سفر تللی و، نن غرمه بېرته کابل ته را ستون شو.

په دې سفر کې د شمال د امنیتي وضعیت د ارزولو ترڅنګ، د ازبکستان له لومړي وزیر سره لیدل، د سوداګریز فورم او د ازبکستان د صادراتي توکیو د نندارتون پرانسته او نور د هغه د سفر اجنډا مهمې برخې وې.