اجرائيه رئيس: د شمالي ولایاتو د امنیتي ستونزو د حل لپاره به په ملي امنیت شورا کې اساسي بحثونه وشي

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې وړاندې په بلخ کې د هغه ولایت د امنیتي کمېسیون په ناسته کې ګډون وکړ.

په دې ناسته کې لومړی د هېواد اجرائيه رئیس د ازبکستان د لومړي وزیر له سفر څخه د ښه هرکلي او امنیتي تدابیرو له نیول کېدو مننه وکړه او ویې ویل، چې د بلخ رهبري په ښه ډول سره وکولای شول، چې له یوې خوا د افغانستان د مېلمنو عزت وکړي او له بلې خوا یې امنیت په ښه شکل تامین کړي.

د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر په دې امنیتي ناسته کې بلخ ته د اجرائيه رئیس د سفر د هرکلي ترڅنګ وویل، چې په ولایت کې یې د ټولو امنیتي ادارو ترمنځ ښه هغمږي رامنځته کړې او د امنیت د تامین لپاره یې جدي هڅې پيل کړي دي.

دغه راز د 209 شاهین قول اردو مرستیال جنرال ادم خان متین، د بلخ امنیه قومندان سمونوال اجمل فایز او د هغه ولایت د ملي امنیت رئیس اجرائيه رئیس ته ډاډ ورکړ، چې د دې ولایت د امنیت د تامین لپاره یې اساسي اقدامات کړي او دوام لري.

د بلخ امنیتي مسوولانو همدارنګه خپلې ستونزې هم له اجرائیه رئيس سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

دغه راز د بلخ د ولایتي شورا مشر ډاکټر محمد افضل حدید هم د بلخ د خلکو په استازولۍ له اجرائيه رئيس څخه هرکلی او مننه وکړه او د هغه ولایت د خلکو ستونزې یې له اجرائیه رئیس سره د حل په موخه شریکې کړې.

د بلخ والي د هغه ولایت د امنیتي او ملکي مسوولانو د ستاینې غوښتنه وکړه، چې په ښه دول یې کولای شول د ازبکستان د لومړي وزیر د مېلمه پالنې او هم یې د نورو مجالسو د ښه ترتیب او پوښښ لپاره هڅې کړې وې.

د هېواد اجرائيه رئيس د امنیتي مسوولانو هڅې وستایلې اود هغوی د تقدیرولو ژمنه یې هم وکړه. اجرائیه رئيس وویل، چې په اکثریتو ولایاتو کې د همغږۍ نشتون ستونزې زېږولي او له نیکه مرغه چې په بلخ کې د همغږۍ او همکارۍ فضا خورا پیاوړې ده.

اجرائيه رئيس ډاډ ورکړ، چې د شمالي ولایتو په ځانګړي د بلخ د مسوولانو وړاندیزونه او د جوزجان، تخار په ګډون د نورو شمالي ولایاتو امنیتي ستونزې به په ملي امنیت شورا ناسته کې تر بحث لاندې ونیسي او اساسي پاملرنه به ورته وشي.

اجرائيه رئيس وویل، چې امنیتي ځواکونه د وسله والو مخالفانو په لسګونه بریدونه او حملات دفع کړي؛ خو کله کله ظالم دښمن وتوانېږي چې یوه پېښه رامنځته کړي. هغه وویل، چې د امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې د ستایلو دي او د کابل په پرونۍ برید کې هم افغان امنیتي ځواکونو ښه سرښندنه وښوده، په لسګونو کسان یې وژغول.