اجرائيه رئيس په شبرغان ښار کې د ستر جنرال عبدالرشید دوستم فرهنګې بنسټ پرانیست

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله شبرغان ښار ته د خپل سفر په لړ کې د ولسمشر لومړي مرستیال سترجنرال عبدالرشيد دوستم د بلنې پر اساس د هغه له لوري د جوړ شوي فرهنګي بنسټ پرانسته وکړه.

د هېواد اجرائیه وویل، چې دا یو ستر ګام دی چې د کتاب لوستلو او د علمي څېړنو په برخه کې له زده کوونکیو او فرهنګیانو به ډېره مرسته وکړي.

د ستر جنرال عبدالرشيد دوستم کولتوري بنسټ، چې تازه یې کار پیل کړی دی، زرګونه کتابونه لري.

د کتابتون مسؤل وایې، دوی پلان لري چې د تاریخي لرغونو اثارو په ځانګړي ډول د هغو اثارو چې د ستر جنرال عبدالرشید دوستم په مبارزاتو پورې اړه لري، موزیم جوړ کړي.