د هېواد اجرائیه رئیس جوزجان ولایت ته ورسېد

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله په مزار شریف ښار کې د ازبکستان جمهوریت له لومړي وزیر سره له لېدنې وروسته، د دوشنبې په ورځ د چنګاش ۱۰مه د افغانستان اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال او د ملي جنبش مشر جلالتمآب ستر جنرال عبدالرشید دوستم لېدو لپاره جوزجان ته ورسېد.

د جوزجان په هوايي ډګر کې د ولسمشر لومړی مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم، جوزجان ولایت والي، نظامي چارواکیو او د جوزجان ولایت اوسېدونکیو د هېواد اجرائیه رئیس تود هرکلۍ وکړ.

اجرائیه رئیس د تشریفاتي قطعې له ارزونې څخه وروسته د ستر جنرال عبدالرشید دوستم کور ته ولاړ .

اجرائیه رئیس جوزجان ولایت ته د خپل سفر په لړ کې به د ولسمشر لومړي مرستیال جلالتمأب ستر جنرال عبدالرشید دوستم، د جوزجان ولایت نظامي- ملکي چارواکیو، دیني عالمانو او د مدنې ټولنې له غړو سره وګوري .