اجرائيه رئيس: د ازبیکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري دې پراختیا پيدا کړي

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله د ازبیکستان جمهوریت له لومړي وزیر جلالتمآب عبدالله عارف‌اوف سره یو ځای په مزار شریف کې د ازبیکستان ساخت محصولاتو له نندراتون څخه لیدنه وکړه.

د دې نندارتون د پرانستې په مراسمو کې د هېواد اجرائيه رئيس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله مزار ښار ته د ښاغلي عارف اوف له سفر هرکلی وکړ او ویې ویل، چې دواړو لوریو په سوداګریزو، ټرانزیټي او سرمایه ګذارۍ برخه کې د همکاریو په پراختیا ټينګار کړی دی.

اجرائيه رئيس خبریالانو ته وویل، چې د ازبکستان پانګوال چمتو دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او هم افغان سوداګر به له ازبیکستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

جلالتمآب اجرائيه رئيس وویل، د ازبیکستان له لومړي وزیر سره مې تر هرات پورې د رېل ګاډي پټلۍ جوړېدل، د ازبکستان له سرخان دريا څخه د بغلان پلخمري ښار ته د برښنا د مزي لېږد، د زده کړو ، پانګونې، د دوی له تجربو څخه د کار اخيستل او دې ته ورته په مهمو مسايلو خبرې او بحثونه وکړل چې ښې پایلې یې درلودې.

اجرائيه رئیس وویل: د ازبیکستان له سرخان څخه د افغانستان تر پلخمري پورې د برېښنا مزي د غځېدو له پروژې سره چې د آسیايي بانک له لوري تمویلېږي، ازبیکستان د ۴۵ میلیونه ډالرو تخفیف اعلان وکړ.

هغه زياته کړه، چې نږدې راتلونکې کې به د افغاني محصولاتو ورته نندارتون د ازبیکستان په تاشکند ښار کې هم جوړ شي چې افغانستان به په کې ۱۰۲ غرفې ولري او ګڼ افغان سوداګر او پانګوال به هم په کې برخه واخلي.

اجرائیه رئيس د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د شویو توافقپاڼو په عملي کېدو ټينګار وکړ او ویې ویل، چې د دې توافقپاڼو عملي کېدل به اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پياوړې کړي.

د ازبکستان لومړي وزير جلالتمآب عبدالله عارف اوف له افغانستان سره د سوداګرۍ او پانګوالۍ په برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د افغانستان او ازبیکستان تر منځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا يو مليارد ډالرو ته رسېږي، چې په وينا يې دا د دواړو هيوادونو د ښو تجارتي اړيکو غوره بېلګه ده.

جلالتمآب عارف اوف زیاته کړه: ازبیکستان به له افغانستان سره د انرژۍ، رېل ګاډي پټلۍ، کرنه او نورو برخو کې همکاري وکړي.

هغه وويل، چې د افغانستان او ازبیکستان هيوادونو لپاره د سوداګريزو اړيکو او د يو بل له تجربو څخه د ګټې اخيستو ښه زمينه برابره شوې ده.

د یادونې ده چې د ازبیکستان د صادراتي توکیو دغه نندارتون چې نن د دواړو هېوادونو د مشرانو له لوري په مزارشریف ښار کې پرانستل شو، تر راتلونکیو دریو ورځو پورې دوام ولري.