د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنر د هېواد له اجرائيه رئيس سره په لیدنه کې: په افغانستان کې له بېځایه شویو او کډوالو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن سهار ( پنجشنبه، د چنګاښ ۶مه، ۱۳۹۸ ) د کران مونتانا کلنۍ ناستې په حاشیه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له عالي کمېشنر ښاغلي فلیپو ګراندي سره د سويس په ژنیف ښار کې ولیدل.

په دې ناسته کې ښاغلي ګراندي ژنیف ته د اجرائيه رئيس د سفر هرکلی وکړ او د کډوالو چارو ته د ځانګړې پاملرنې او رسیدګۍ له امله یې د اجرائيه رئیس د هڅو ستاینه وکړه.

اجرائيه رئیس په دې ناسته کې له افغانستان سره د یاد سازمان د مرستو، د نړۍ او په ځانګړي ډول د افغانستان کډوالو ته د ښاغلي ګراندي له ځانګړې پاملرنې قدرداني وکړه او د افغانستان وضعیت ته په کتو یې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمیسارۍ د همکاریو د پراختیا او دوام غوښتنه وکړه.

په دې ناسته کې دواړو لوریو، د افغانستان د کډوالو قضایاوو، ستونزو، غوښتونو او اړتیاوو په اړه په تفصیل خبرې وکړې. اجرائيه رئيس د وزیرانو شورا د کډوالو او راستنېدونکیو چارو اجرایوي کمېټې له لوري د کډوالو د ستراتېژۍ د نهايي خبر ورکړ چې وزیرانو شورا تایید کړې او په نېږدې راتلونکې کې به د کابینې له لوري هم تایید شي. هغه ټینګار وکړ، چې دا ستراتېژي به د کډوالو پر وړاندې د افغان حکومت د فعالیت چارچوب مشخص کړي.

ښاغلي ګراندي هم ټينګار وکړ، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیساري افغانستان او د دې هېواد د کډوالۍ چارو ته په لومړیتوب قایل دی او له کډوالو سره به خپلو مرستو او د هغوی له حقونو څخه دفاع کولو ته دوام ورکړي.

ښاغلي ګراندي د دې سازمان عمده او نړیوالې ناستې ته چې د 2019 کال په ډسمبر کې د کډوالو په اړه جوړېږي له افغان حکومت وغوښتل چې په لوړه کچه په کې ګډون وکړي.

دواړو لوریو له کډوالو سره د انساني چلن، په داوطلبانه او تدریجي ډول د کډوالو د را ستنېدو او په هېواد کې د ابرومندانه ژوند لپاره د مناسبو زمینو په برابرولو ټينګار وکړ او له افغان کډوالو څخه یې د پاکستان او ایران له کوربتوب مننه وکړه.