د هېواد اجرائيه رئيس د کران مونتانا په دېرشمه کلنۍ ناسته کې د ګډون لپاره سویس ته ورسېد

سپېدار ـ کابل: د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د کران مونتانا نړیوال نهاد د عمومي رئيس ښاغلي جین پول په رسمي بلنه د یاد نهاد په دېرشمه کلنۍ ناسته کې د ګډون لپاره سویس ته ورسېد.

اجرائيه رئيس به په سویس کې د خپل اقامت په لړ کې د کران مونتانا کلنۍ ناستې په پرانستغونډې او بحثونو کې ګډون او وینا وکړي. اجرائيه رئيس به د دې ناستې په حاشیه کې د یوشمېر هېوادونو له استازو، نړیوالو شخصیتونو او د نړیوالو سازمانونو له مشرانو سره د افغانستان د قضایاوو په اړه خبرې اترې وکړي.

د کران مونتانا دېرشمه ناسته د جون له 26 څخه تر 29 پرې د سویس په ژنیف ښار کې د دولتونو د مشرانو، لومړي وزیرانو، وزیرانو، سیاستوالو، د نړیوالو سازمانونو د مشرانو او استازو، د سیمه ییزو سازمانونو، غیر دولتي سازمانونو، سوداګرو او پانګوالو په ګډون ترسره کېږي.

په دې ناسته کې به په مهمو سیاسي، اقتصادي او سیمه ییزو مهمو قضایاوو او پر بشریت یې د نړیوالو پایلو سره د بهترې نړۍ په موخه بحث، تجزیه او تحلیل کېږي. د ورېښمو لارې طرحه چې د چین له لوري تعقیبیږي هم د دې کلنۍ ناستې په اجنډه کې شامله ده.

د رسنیو ریاست

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه ریاست

چنګاښ ۶مه، 1398