اجرائيه رئيس د تقویتي نوملیکنې بهیر له نېږدې ولید

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس نن د کابل ښار دویمې ناحیې اړوند نادریې عالي لېسه کې د تقویتي نوملیکنې بهیر له نېږدې ولید.

اجرائيه رئيس په یاد ټاکنیز مرکز کې د رایه ورکوونکیو په هغه لست کې چې پارلماني ټاکنو ته یې نوملیکنه کړې وه، خپل نوم ولټاوه او په دې بهیر یې د ځینو ستونزو یادونه وکړه.

اجرائیه رئيس د ټاکنو له خپلواک کمېسیون وغوښتل چې د پخوانیو رایه ورکوونکیو کسانو نوملړ باید په دېوال را ځړېدلی او یا په انلاین ډول د خلکو په واک کې وي. هغه دغه راز وویل، چې خلکو ته تر اوسه هم د ټاکنو لپاره د رایه ورکونې د ثبت، د خپل نوم د اصلاح او یا له دې د ډاډه کېدو چې په اړونده مرکز کې یې نوم شته کنه؟ درست پوهاوی نه دی ورکړل شوی.

د هېواد اجرائيه رئيس وویل، چې ایله درې ورځې د نوم لیکنې پای ته رسېدو ته پاتې دي او د ټاکنو کمېسیون باید هڅه وکړي، چې د تېرو پارلماني ټاکنو ستونزې تکرار نشي، خلکو ته سهولتونه برابر او عامه پوهاوی ډېر کړي تر څو له یوې خوا خلک نوملیکنې ته زړه ښه کړي او له بلې خوا ډاډه شي چې نوم یې د رایه ورکونکیو په لست کې شتون لري.

جلالتمآب اجرائيه رئیس له خلکو وغوښتل چې د رایه ورکولو لپاره هر څه ژر د ټاکنو د تقویتي نوملیکنه کې برخه واخلي، تذکره سټېکر کړي او هغو کسانو چې نوم لیکنه یې پخوا کړې خپل ځان ډاډه کړي، چې نوم یې د رایه ورکونکیو په لست کې شتون لري.

اجرائيه رئيس وویل، چې د یادو ستونزو د حل لپاره به د ټاکنو کمېسیون له مسوولانو سره هم ناستې ولري؛ خو ډاډ یې ورکړ چې هېچا ته به د خپل ځان او اجرائيه ریاست له ادرسه په ټاکنو کې د لاسوهنې اجازه ورنکړي او نور هم باید د کمېسیون په چارو کې لاسوهنه ونکړي.