اجرائيه رئيس له بېځایه شویو کورنیو سره د بېړنیو مرستو لپاره 145 میلیونه افغانۍ منظور کړې

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو اجرایوي کمېټې ناسته وکړه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو اجرایوي کمېټې نن له غرمې وروسته خپله ناسته د افغانستان اسلامي جمهوریت د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه .

په دې ناسته کې لومړی د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د افغانستان لپاره د مهاجرت ملي پالیسۍ په اړه مفصل رپوټ وړاندې کړ او زیاته یې کړه، چې دغه پالیسۍ د ISMPD او کډوالو وزرات لخوا جوړ شوي .

ښاغلی بلخی وویل، چې دغه پالیسۍ په دوه کالو کې د نورو داخلي او نړیوالو ادارو سره په همغږۍ او همکارۍ بشپړه شوې چې د کابینې له تایید وروسته به پلې شي.

د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل: د کډوالو داوطلبانه بېرته راستنېدل او یوځای کول، منظم مهاجرت او د غیر منظم مهاجرت مخنیوی یې اساسي موخې دي.

د کډوالو چارو وزیر وړاندیز وکړ، چې له اضطرار کوډ څخه دې، بېرته خپلو اصلي مېنو ته د بې ځایه شویو کورنیو د لېږد او ورسره بېړنیو مرستو لپاره 145 میلیونه افغانۍ منظور شي.

ښاغلي عالمي بلخي د غونډي ګډونوالو ته د بې ځایه شویو کورنیو په اړه وویل، چې په 2019 کال کې د بې ځایه شویو شمېر 346094 تنو ته رسېږي، چې 57148 تنه یې بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي دی.

د هغه په وینا، د جنګونو له امله له ننګرهار، فاریاب، هلمند، فراه، تخار، وردګو، کندوز او بلخ ولایتونو څخه په 2019 کال کې 17024 تنه له خپلو اصلی مېنو بې ځایه شوي، چې په دومره موده کې 12 کورنۍ بېرته خپلو اصلی مېنو ته ور ګرځېدلي دي. همدارنګه ښاغلي بلخي وویل، چې له دې جملې څخه 12433 کورنيو سره نړیوالو ټولنو مرستې کړي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له ټولو کورنیو او نړیوالو ادارو څخه ستاینه او مننه وکړه، چې د افغانستان لپاره د مهاجرت ملي پالیسۍ په جوړولو کې برخه اخیستي وه او له کلونو کلونو راهیسې یې له افغانستان سره د کډوالۍ په برخه کې همکاري کړې ده.

همدارنګه د هېواد اجرائیه رئیس وویل، چې مهاجرت په برخه کې کار کول د افغانستان ضرورت دی او یادونه یې وکړ، چې ISMP په افغانستان کې له څلور لسېزو را پدې خوا کار کوي.

اجرائیه عبدالله عبدالله وویل، چې په یاده پالیسۍ کې دې د یوشمېر ادارو چې په دې ناسته کې یې وړاندیزونه او ملاحظې درلودې ځای شي او تر نهايي اېډېټ دې تېره او د کابینې ناستې ته دې د تایید لپاره واستول شي.

جلالتمآب اجرائيه رئيس وویل، چې راستنېدونکیو او بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو په بهیر او موقتو سیمو ته د مرستې د لېږد په برخه کې نباید ناغېړي وشي او د کډوالو چارو وزارت له لوري یې وړاندیز شوي 145 میلیونه افغانۍ بې ځایه شویو او راستنېدونکیو کورنیو ته د بېړنۍ رسیدګۍ لپاره منظورې کړې.