وزیرانو شورا خپله نوبتي ناسته وکړه

د افغانستان وزیرانو شورا نوبتي ناستې نن ( دوشنبه، د چنګاښ 17مه، 1398) د هېواد اجرائيه رئيس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس په خپلو لومړنیو خبرو کې په دوحه کې د سولې اړوند بین الافغاني ناسته مثبت اقدام وباله او هیله یې وښوده، چې دغه ناسته د بین الافغاني رسمي مذاکراتو او سولې ته د رسېدو په برخه کې ښه پایله ورکړي.

اجرائيه رئییس د دې ناستې د ترسره کولو او کوربتوب له امله له المان او قطر هېوادونو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې ځینو کسانو د دې ناستې د ترکیب په اړه نیوکې درلودې، د یوه داسې ترکیب چې ټولو ته د منلو وړ وي کار به سخت وي؛ خو د دې ناستې په ترکیب کې المان هېواد خپله دنده ترسره کړې ده.

اجرائيه رئيس په غزني کې د طالبانو برید ته په اشارې وویل، که څوک د ښوونځي د زده کوونکیو او ملکي وګړو په وژلو د امتیاز ترلاسه کولو په فکر کې وي، نو دا به یو بېځایه او ناسم فکر وي او خلک یې غندي.

اجرائیه رئيس وویل، هېڅوک د ملکي وګړو، ماشومانو او زده کوونکیو په وژلو امتیاز نشي ترلاسه کولای بلکې د یوه نه بښونکي جنایت مسوولیت پر غاړه اخلي.

اجرائيه رئيس دغه راز وویل، چې د ملي امنیت له لوري یوشمېر سرشناسه خلک چې له داعش ترهګریزې ډلې سره یې مستقیمې اړیکې درلودې، د دې ډلې استازولي یې کوله او په کابل کې یې د فعالیت زمینه برابروله نیول شوي دي. هغه وویل، چې دغو کسانو په کابل کې په ترسره شویو ځینو ترهګریزو پېښو کې مستقیم لاس درلود.

اجرائيه رئيس وویل: افغانان سوله غوښتونکي او د معتدلو افکارو درلودونکي دي، په منځ کې یې افراطي افکار هغه هم چې له تاوتریخوالي سره مل وي ځای نه لري. له خپلو خلکو تمه لرو چې له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي، څو دا وګړي په ټولنه کې فرصت او مجال پیدا نکړي.

د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې تېره اونۍ د ازبکستان لومړی وزیر جلالتمآب عبدالله عارف اوف بلخ ولایت ته سفر کړی او ورسره یې د اقتصادي، سوداګریزو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په اړه مفصلې خبرې وکړې.

اجرائیه رئيس وویل، د دې سفر پر مهال یې په اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د بحث ترڅنګ، بزنس فورم هم جوړ شو او د ازبکستان د صادراتي توکیو نندارتون هم په بلخ کې پرانستل شو.

جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې له سیمه ییزو او ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې او اقتصادي اړیکې د بهبود په حال کې دي؛ خو باید په دې برخه کې لا هم کار وکړو.

اجرائيه رئيس وویل: په دې لیدنه کې توافق وشو چې ازبکستان به له سرخان څخه تر پلخمري پورې د برېښنا مزي غځولو کار ته دوام ورکوي چې د اسیايي بانک له لوري تمویلېږي او 45میلیونه ډالره یې په دې برخه کې تخفیف ورکړ. د ریل پټلۍ، د سوداګرو د تګ راتګ او نورو برخو کې هم سهولتونه ایجاد شوي او اړونده وزارتونه به هغه مسایل په جدیت تعقیب کړي چې د ازبکستان له لومړي وزیر سره پرې بحثونه شوي دي.

د هېواد اجرائيه رئیس دغه راز له امنیتي ادارو وغوښتل، چې د بلخ ـ جوزجان، جوزجان ـ فاریاب او سرپل ولایاتو ترمنځ د لویو لارو غځېدلو امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او په دې لاره شته د وسله والو طالبانو فعالیتونه له منځه یوسي.

هغه وویل، چې بلخ او جوزجان ته یې د سفر پر مهال د یادو ولایاتو له استازو سره لیدلي او د هغوی ستونزې یې یاد داشت کړي چې اړونده ادارې دې ورته جدي پاملرنه وکړي.

اجرائيه رئيس زیاته کړه، چې خلک له امنیتي ادارو سره همکار دي او دا د خوښۍ ځای دی چې باید ترې مننه وشي. اجرائيه رئيس وویل، چې په شبرغان کې د نفت و ګاز ادارې تنقیص شویو کارکوونکیو چې کلونه کلونه یې خدمت ترسره کړی، اعتراض پيل کړی و او له هغه سره یې په خبرو کې ترې وغوښتل چې اعتراض پای ته ورسوي او ستونزو ته به یې رسیدګي وشي.

د شبرغان ښار د اوبو رسولو د شبکې فعالول، ولایتي پوهنتونو ته د تحصیلي بورسونو وېش او امنیتي ننګونو ته رسیدګي د هغوی غوښتنې وې چې اړونده ادارې دې ورته جدي پاملرنه وکړي.

اجرائيه رئيس دغه راز ولسمشریزو ټاکنو ته په اشارې وویل، چې خلک رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کولو ته چمتو وي؛ خو خبرداری یې ورکړ، که بیا هم ټاکنې له درغلیو سره ملې وې؛ نو هېواد به د بې ثباتۍ لور ته لاړ شي.

هغه وویل: د حکومت د لوړو پوړو چارواکیو په ګډون موږ ټول مسوولیت لرو چې د ټاکنیزو کمېسیونونو په چارو کې د یوه ټیم په زیان یا ګټه لاسوهنه ونکړو، له مدني ټولنو او رسنیو هم غوښتنه کوو چې د ټاکنو له پروسې جدي نظارت وکړي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسي جرګې د اداري پلاوي له بشپړېدو خوښي وښوده، د ولسي جرګې رئیس او اداري پلاوي ته یې د تکمېلېدو له امله مبارکي ورکړه.

اجرائيه رئيس دغه راز د بیان ازادي د افغان دولت او ملت لاسته راوړنه یاده کړه او ویې ویل، چې دا هغه ارزښت دی چې هیچا ته پرې د تجاوز ورسره د ناوړه چلن اجازه نه ورکول کېږي بلکې د رسنیزو وګړو د امنیت تامین او د هغوی د حقونو ساتنه زموږ د ټولو مسوولیت دی. د کورنیو چارو وزیر ډاډ راکړی، چې له رسنیو سره د ناوړه چلند په اړه جدي ارزونې روانې دي.

اجرائيه رئيس دغه راز د لوګر د ارزې ولسوالۍ د اوسېدونکیو ستونزو او د دې ولسوالۍ د لارې پرانستلو په اړه ملي دفاع وزارت ته هدایت ورکړ، چې هر څه ژر اقدامات وکړي او خلکو ته دې خوراکي توکي ورسېږي.

ورپسې اجرائيه رئیس د وزیرانو شورا د کار اجنډا په دې ډول اعلان کړه:

د امنیتي رپوټ وړاندې کول

د تاریخي اثارو د ساتنې او څارنې په اړه رپوټ او د وظیفوي تداخل تشخیصول

د صنعتي پارکونو د ستونزو په اړه رپوټ

د شاه توت بند د امنیتي وضعیت په اړه رپوټ

په کابل او مزار کې د زلزلې د زیانونو په اړه د شوي تحقیق رپوټ

د سره صلیب ادارې د برېښنا ستونزې حل کول

په 1397 مالي کال کې د کابل ښاروالۍ د کړنو رپوټ وړاندې کول

او د افغانیو د ترویج په اړه د شویو اقداماتو رپوټ وړاندې ول.

وروسته د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت مرستیالانو په تېره یوه اونۍ کې د امنیتي وضعیت ګزارش وړاندې کړ او ویې ویل، چې په تېره اونۍ کې 10 عملیاتونه په لسو ولایاتو کې ترسره شوي، په اتلو ولایاتو کې روان دي، 13کومانډويی عملیات په اتو ولایاتو کې ترسره شوي، 21 شپني او خاص عملیات او د افغان ځواکونو له لوري 80 هوايي ضربات ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې 927 تنه مخالفان وژل شوي، 371 تنه ټپیان او 28 تنه نور ژوندي نیول شوي دي.

هغوی د امنیتي او دفاعي ځواکونو مورال غښتلی یاد کړ او ویې ویل، چې اسیب پذیره ټاکنو ته رسیدګي کېږي. د ملي دفاع وزارت اجرائيه رئیس ته ډاډ ورکړ، چې د ارزې ولسوالۍ د لارو خلاصون لپاره به هم ژر اساسي اقدامات وشي او د خلکو په همکارۍ به دا ستونزه حل کړي.

ورپسې د یوشمېر ادارو مسوولانو د خپلو اړونده ادارو د امنیتي ستونزو په اړه وړاندیزونه وکړل او اجرائيه رئيس امنیتي ادارو ته هدایت ورکړ، چې دغو وړاندیزو او ګواښونو ته دې جدي رسیدګي وشي.

دغه راز د شاه توت بند د امنیتي مسایلو او هم د ملي محاظفت د تصدۍ د فعالیتونو په اړه د دې تصدۍ مشر رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې دوی 250 نفره تشکیل لري او اړتیا لري چې مالیې وزارت ورته د بند د ساتلو بودیجه منظور کړي.

هغه وویل، سره له دې چې اداره یې تصدي ده او د خپلو فعالیتونو له لارې پیسې ترلاسه کوي خوتر ډېره دوی د جګړې په لومړۍ لیکه کې موقعیت لري په داسې حال کې چې دوی جګړه ییزې زده کړې او وسایل هم نه لري. هغوی وویل چې دوی خپلې وسلې او وسایط په خپله پېري.

ورپسې د اجرائيه ریاست لومړی مرستیال د تاریخي ابداتو د حفظ او مراقبت په اړه د شوې ناستې رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې تر اوسه د دې اثارو د ساتنې لپاره ځانګړی کوډ نشته او هېڅ اداره هم دا ظرفیت نه لري چې په یوازې سر د تاریخي اثارو ساتنه او څارنه وکړي. په رپوټ کې وړاندیز شوی و، چې د تاریخي ابداتو د ساتنې او څارنې ارشده کمېټه دې دمګړۍ خپل فعالیت ته دوام ورکړي. په ګزارش کې ویل شوي و، چې په دې برخه کې د ادارو ترمنځ تداخل کاري هم موجود دی.

د هېواد اجرائيه رئیس د یادې کمېټې د کار دوام لپاره هدایت ورکړ او ویې ویل، همدا کمېټه دې تشخیص کړي چې کوم کار په څه وخت کې د کومې ادارې له لوري ترسره شي او د اړونده ادارو ترمنځ دې همغږي رامنځته کړي.

دغه راز د اجرائيه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان په هېواد کې د صعنتي پارکونو د ستونزو په اړه رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې د اقتصاد وزیر په مشرۍ یې درې کمېټې ایجاد کړي، چې لومړۍ هغه دې د برېښنا د رسولو، پرچاوۍ، دویمه کمېټه دې د ځمکو د غصب، بنسټیزو پروژو، ډیزاین، د ځمکو وېش او لېږد او درېیمه کېټه دې د پورونو د ورکړې، تعرفې او بودیجې په برخه کې کار وکړي.

اجرائيه رئيس دا رپوټ تایید کړ او ویې ویل، د کار دا روش موثر دی او ټینګار یې وکړ، چې صنعتي پارکونو په برخه کې ښه اصلاحات راغلي او ښه کار شوی دی. هغه وویل، چې خصوصي سکتور سره همکاري باید زیاته او سهولتونه ورته برابر شي.

وروسته د اجنډا له مخکې کابل ښاروال احمد ذکی سرفراز په 1397 مالي کال کې د خپلو فعالیتونو په اړه رپوټ وړاندې کړ او ویې وویل، چې په دې کال کې یې 246090 کورونه ثبت او سروې کړي، 800000 ټنه جامد او 35540 ټنه مایع کثافات یې له ښاره ایستلي او ۱۲ پارکونه او شنه ساحه یې رغولې ده. په دې ګزارش کې د حکومتولۍ، تنظیم، ظرفیت لوړولو او نورو برخو کې د اقداماتو یادونه شوې وه.

د کابل ښاروال د ساختمان جوړولو د جواز ورکولو په اړه وویل، چې تر اوسه یې له زرو ډېرو کسانو ته د ساختمان جوړولو د دستور فورمونه ورکړي او هېوادوال کولای شي چې د معیارونو په تطبیق سره ودانۍ ورغوي.

د هېواد اجرائيه رئیس له لوري د کابل ښاروالۍ فعالیتونه و ارزول شول او ټینګار یې وکړ، چې د غیر قانوني ودانیو رغولو مخنیوی وشي.

ورپسې له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د یو ان هبیتات له لوري د زلزلې د ګواښونو او زیانونو د ارزونې په اړه د شوي تحقیق رپوټ وړاندې کړل شو.

له پېښو سره د مبارزې به چارو کې د دولت وزیر وویل، چې د دې تحقیق پر بنسټ د کابل او مزار ښارونو ډېری ودانۍ قانوني نه دي او د رښتر په کچه د 7 درجې زلزلې په صورت کې ممکن د کابل 90 او د مزارشریف 80 سلنه ودانۍ ونړېږي؛ نو له همدې امله اړتیا ده چې د ودانیو د سمون، مقاوم کېدو او معیاري کېدو په برخه کې اقدامات وشي.

هغه وویل، که چېرې اوه درجې زلزله وشي نو د 20 میلیارده ډالرو په ارزښت به زیان رامنځته کړي. یو ان هبیتات په خپل رپوټ کې یې وړاندیز کړی، چې د افغانستان د ودانیو، عامه تاسیساتو، بنسټیزو پروژو او نورو پراختیايي چارو په کوډونو او معیارونو له سره کتنه وشي څو اوسنيو شرایطو ته په کتو کې بنسټیزو بدلونونه راشي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل، چې په پولیتخنیک پوهنتون کې یې د زلزلې د ملي تحقیقاتو مرکز ایجاد کړی دی.

د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، اړتیا ده چې په دې اړه ټول د مسوولیت پذیرۍ احساس ولري او د پیشګیرانه مسایلو لپاره اقدامات وکړي. له پېښو سره د مبارزې په برخه کې یې د دولت وزارت او کابل ښاروالۍ ته هدایت ورکړ، چې د پیشګیرانه اقداماتو لپاره دې طرحه وزیرانو شورا ته وړاندې کړي.

وروسته د عامې روغتیا مرستیالې اغلې مموسۍ زېور بیا په افغانستان کې د سره صلیب کمېټې د برېښنا د لګښت په اړه رپوټ وړاندې کړ او غوښتنه یې وکړه، چې د سره صلیب کمېټې برېښنا دې له سوداګریزې څخه دولتي یا هم د عام المنفعه ادارې په څېر اجرا شي، ځکه چې دغه موسسه خیره او وړیا کارونه کوي.

د هېواد اجرائيه رئيس په افغانستان کې د سره صلیب ادارې له فعالیتونو خوښي وښوده او برېښنا شرکت ته یې هدایت ورکړ، چې د یادې کمېټې د برېښنا بل دې د دولتي یا عامه تاسیساتو په څېر اجرا شي ځکه چې سور صلیب سوداګریزې چارې نه ترسره کوي بلکې د هېواد لپاره وړیا خدمت کوي.

د اجنډا له مخې د افغانستان بانک رهبرۍ بیا په هېواد کې د افغانۍ ترویجولو په اړه د شویو اقداماتو رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې له پنځو ادارو سره یې په ګډه د افغانۍ ترویجو لپاره هڅې وکړې، چې عامه پوهاوی، په افغانیو د بانکونو له لوري د ډ‌بټ کارډ، د افغانۍ ثبات او نور مسایل په کې شامل دي.

د یاد بانک سرپرست واحد نوشېر وویل، چې ډېر ژر به خصوصي بانکونه د افغانیو ډبټ کارتونه ووېشي او د افغانۍ ترویجولو لپاره نور اقدامات هم پيل شوي دي.

د هېواد اجرائيه رئيس د افغانستان بانک له هڅو څخه د مننې ترڅنګ وویل، په هغو ولایاتو کې چې دمګړۍ پرې په افغانیو کمه راکړه ورکړه کېږي، اړتیا ده چې له ټولنیز پلوه هم کار وشي او په دې برخه کې د ولایتي شورا ګانو، مدني ټولنو او مخورو ونډه بارزه ده چې باید ورسره کار وشي.