اجرائيه رئيس: د اعتدال پالنې ملي ستراتیژۍ د عمل په پلان کې دې د ټولو ادارو نظریات واخیستل شي

د افغانستان د اعتدال پالنې کمېټې نن له غرمې وروسته خپله ناسته په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ وکړه.

په دې ناسته کې لومړی د یادې اجرایوي کمېټې سکرتریت د تېرې ناستو او د اعتدال پالنې کمېټې کې د شته ستونزو او د شويو کارونو په اړه معلومات وړاندې کړل .

د غونډي ګډونوالو د اعتدال پالنې ملي استراتیژۍ د عملي پلان په اړه اجرائیه رئیس ته معلومات وړاندې او ویې ویل، چې د دې ملي ستراتېژۍ موخه په ټولنه کې د سوله ییز ژوند، د افراطیت پر وړاندې جدي مبارزه، د بیان ازادي لپار کار کول، دولتي او غیر دولتي ادارو سره ښه همغږي، د ښځو او ماشومانو له حقونو څخه ملاتړ، سولې، ازادۍ، امنیت او د قانون حاکمیت ته د عامه افکارو جلبول او هڅول دي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې د ملی ستراتیژی پلان کارونو په اړه دې دقیق بحثونه وشي او بلې کمېټې ته دې راوړل شي او همدارنګه یې ټېنګار وکړ، په دې پلان دې په شویو کارونو کتنه وشي او د ټولو نظریات دې په کې ځای شي.

اجرائیه زیاته کړه، په اساسو شرایطو کې قرار لرو باید ډېر له دقت کار واخیستل شی تر څو تهدابي کارونه ترسره شي ځکه د دې ستراتیژی کارونه د هېوادوالو لپاره یو ضرورت دی .

د هېواد اجرائیه رئیس د غونډې ګډونوالو ته وویل، چې هغه کارونو ته مو لومړیتوب ورکړي چې ستراتیژي ته مفید واقع شي او ټولې ادارې ورته لاسرسې پېدا کړي .