اجرائیه رئیس د مجاهدینو له انسجام شورا سره په لېدنه کې: د جهاد او مقاومت موزیم د افغانستان له ویاړونو څخه دي

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د مجاهدینو انسجام شورا سره په خپل کور کې ملاقات وکړ.

په دې ناسته کې اجرائیه رئيس د هېواد وروستیو سیاسي – امنیتي تحولاتو په اړه د مجاهدینو انسجام شورا غړو ته مفصل توضیحات ورکړل .

ډاکټرعبدالله عبدالله د سولې مذاکراتو او راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو په اړه د مجاهدینو انسجام شورا غړیو ته معلومات ورکړل او په هېواد کې یې د تلپاتې سولې تامین د حکومت او ملت غوښتنه یاده کړه.

اجرائیه رئیس په دوحه کې بین الافغانی ناسته یو مثبت ګام وباله او د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره یې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په مستقیمو خبرو ټېنګار وکړ .

اجرائیه رئیس وویل، چې د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو لپاره پوره تیاری لري او هڅه کوي چې راتلونکې ټاکنې رڼې او عادلانه ترسره شي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د جهاد او مقاومت د آثارو د ساتنې په اړه د مجاهدینو انسجام شورا غوښتنو په اړه وویل، چې یاده موضوع د ملي دفاع وزارت او نورو چارواکیو سره له نږدي تعقیبوي او اجازه به ورنکړړي، چې د جهاد او مقاومت آثارو ته زیان ورسېږي .

اجرائیه رئيس وویل، چې د پخوانیو تجهیزاتو ته د رسېدګۍ په برخه کې اړونده چارواکي پوره څارنه لري چې د جهاد او مقاومت اثارو ته زیان ونه رسېږي.