اجرائيه رئيس: د پراختیايي پروژو په پلي کولو کې لټي د زغم وړ نه ده

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په حضور کې نن ( دوشنبه، د چنګاښ ۲۴مه ۱۳۹۸) له اتو ادارو سره د هغو انکشافي پروژو چې لوړ ټولنیز اغېز لري او د هند هېواد له لوري تمویلېږی، هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

دې مراسمو ته د اقتصاد وزیر ډاکټر مصطفی مستور وویل، چې دوست هېواد هندوستان له 2005 کال څخه تر 2021 کاله پورې د 120 میلیون ډالرو په ارزښت د 577 پراختیايي پروژو ژمنه کړې ده چې دا یې درېيم پړاو دی.

ښاغلی مستور وویل، چې د دې پروژو موخه د افغانستان لرو پرتو سېمو ته د مهمو پروژو تطبیق او هغوی ته د بېړنیو مرستو برابرول دي، چې تر اوسه د 72 میلیونه ډالرو په ارزښت 360 انکشافې پروژې د هېواد په لرو پرتو سېمو کې تطبیق شوي دي.

د اقتصاد وزیر له ټولو اړوندو ادارو څخه وغوښتل، چې د افغانستان انکشافې پروژې دې د خپلو کارونو په لومړیتوب کې ځای کړي.

همدارنګه په افغانستان کې د هندوستان سفیر ښاغلي ویني کمار وویل: خوشاله دی چې له افغانستان سره مرسته کوي او هیله یې وښوده چې د لوړ ټولنیز اغېز لرونکې پروژې په راتلونکې کې هم پلې شي او په دې برخه کې يې د خپل هېواد د مرستو ډاډ ورکړ.

د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله وویل، چې هندوستان 2 میلیارده ډالرو څخه ډېر افغانستان ته مرسته کړې ده او دا ټولې مرستې د افغانانو د ستونزو په حل کې اغېزمنې تمامې شوي دي.

اجرائیه رئیس وویل، چې فغانستان او هندوستان له ډېر پخوا ښې اړيکي لري چي په وروستيو کلنو کي د دواړو هيوادونو اقتصادي اړيکې ډېر پراختيا کړې ده، چې د افغانستان ټول خلک ترې ګټه پورته کوي.

اجرائیه رئیس د هندوستان له مرستو او همکاریو، چي د کلونو په اوږدو کي یې له افغانستان سره کړي مننه وکړه او د دې همکاریو دوام غوښتنه یې وکړه.

جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله د غونډې ګډونوالو ته وویل، چې د انشکافې پروژو تطبیق ډېری برخه یې د ملي یووالی حکومت کې شوی او دا ټولې انکشافې پروژې د افغانستان خلکو حق او دوی پورې تړاو لري .

اجرائيه رئيس ټولو وزارتونو او دولتي ادارو ته هدایت ورکړ، چې د پراختیايي پروژو په پلي کولو هېڅ ډول غفلت او لټي د منلو وړ نه ده، بلکې دا د افغانانو حق دی چې په وخت اجرا شي.